پېښور: د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن کس وژنه کې د همکارۍ په تور مدافع وکیل زنداني شو

د عکس سرچینه، TWITTER/@SABIHULHUSSNAIN
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
پېښور کې ترهګرۍ ضد محکمې هغه مدافع وکیل زندان ته استولی چې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورن کس قاتل ته د اسانتیا چمتو کولو تور پرې لګېدلی.
د جولای پر ۲۹ نېټه فیصل خالد نومي کس د پېښور یوه محکمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن طاهر احمد نسیم په داسې حال کې په ډزو وواژه چې د محاکمې لپاره قاضي ته راوستل شوی و.
اوس پر طفیل ضیا نومي مدافع وکیل تور لګېدلی چې د دغې وژنې اسانچاری و.
د شنبې پر ورځ نوموړی پېښور کې محکمې ته وړاندې شو او مدافع وکیل یې شبیر حسین ګګیانی وايي، تورن طفیل ضیا د محکمې پر وړاندې ویلي، چې دې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري.
محکمې زندان ته د دغه تورن کس استولو امر کړی. ویل کېږي، طفیل ضیا د وکالت زده کړې کړې او د جواز لپاره یې غوښتنلیک ورکړی دی. نوموړی د سې شنبې پر ورځ پولیسو نیولی و.

د عکس سرچینه، EPA
د پېښور پولیسو یو افسر د نوم نه څرګندونو په شرط وايي، پر طفیل ضیا تور دی، چې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورن طاهر احمد نسیم وژلو لپاره یې تورن کس فیصل خالد ته تفنګچه ورکړې وه او پولیس په دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې کوي.
د وژل شوي طاهر احمد نسیم خلاف ۲۰۱۸ کال کې د مدرسې یوه زده کوونکي عریضه کړې وه. د مدافع وکیلانو په خبره طفیل احمد ضیا د طاهر احمد نسیم د محاکمې په لړ کې د مدرسې عارض زده کوونکي له مدافع وکیلانو سره د مرستیال په توګه محکمې ته وړاندې کېده.
ځايي پولیس وايي، د طاهر احمد نسیم پر خلاف د اسلام اباد یوې مدرسې زده کوونکي د ۲۰۱۸ کال اپریل کې د پېښور سربند تاڼه کې رپوټ ثبت کړی و.
په عریضه کې د عارض کس له لوري ویل شوي و چې له طاهر احمد نسیم سره یې د فېسبوک له لارې خبرې کړې او بیا یې په پېښور کې له ده سره د لیدنې پر مهال داسې خبرې کړې چې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی پکې شوی دی.
ویل کېږي، طاهر احمد نسیم د امریکا تابعیت درلود، چې له ۲۰۱۸ راهیسې زنداني و او د جولای پر ۲۹ مه فیصل خالد په محکمه کې پرې ډزې وکړې.

د عکس سرچینه، EPA
بل لور ته د طاهر احمد نسیم په وژنه د تورن فیصل خالد په هکله ویل کېږي، چې عمر یې اتلس کلونو ته نه دی رسېدلی.
د فیصل خالد مدافع وکیل شبیر حسین ګګیاڼی بي بي سي ته وویل، لومړی د یوې مدرسې اسناد محکمې ته وړاندې شول، خو هغه مدرسه راجستر نه وه او بیا پولیسو د یوه لومړني ښوونځي اسناد محکمې ته وړاندې کړل چې له مخې یې د فیصل خالد عمر ۱۷ کاله او شپږ یا اووه میاشتې ښوول کېږي.








