د سپینې ماڼۍ ډاکټر: ولسمشر ټرمپ ته اضافي اکسیجن ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپینې ماڼۍ مشر ډاکټر شان کانلي وایي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته اضافي اکسیجن او ډېکسامېتازون په نامه درمل ورکړل شوي. یاد درمل هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کورونا وېروس جدي علایم ولري، خو ډاکټران کانلي ټینګار کوي چې د ولسمشر وضعیت ښه دی.
ډاکټر کانلي یکشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، دوی پلان لري چې دوشنبه ولسمشر ټرمپ له والټر ریډ طبي مرکز رخصت کړي او سپینه ماڼۍ کې یې درملنې ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ مشر ډاکټر همدا راز تائید کړه چې له پنجشنبې راهیسې دوه ځله د ولسمشر ټرمپ بدن کې د اکسیجن کچه له عادي حالته ښکته شوې ده.
ولسمشر ټرمپ شنبه ناوخته له روغتونه په یوه استول شوې ویډیو کې ویلي وو، د اوس لپاره ښه دی، خو راتلونکې دوه ورځې به سخت امتحان وي. نوموړي ټینګار کړی چې کورونا وېروس ته به سمه ماتې ورکوي.
ایا ډاکټران سپینه خبره نه کوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د شنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ ډاکټرانو او د ولسمشر ټرمپ د دفتر مشر د نوموړي د وضعیت په اړه ضد و نقیض خبرې وکړې.
له یوې خوا د نوموړي ډاکټرانو ډاډ څرګند کړ چې ښاغلی ټرمپ ښه دی، خو شېبه وروسته د سپیڼۍ ماڼۍ یا د ولسمشر د دفتر رئیس مارک میډوز وویل چې د ولسمشر وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.
ولسمشر ټرمپ ته نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی د خپل دفتر د رئیس پر دې څرګندونو ناراضه شوی و.
پر ولسمشر ټرمپ سربېره د نوموړي مېرمن میلانیا ټرمپ او سپینه ماڼۍ کې ځینې نور کسان هم په کورونا وېروس اخته شوي دي.
په امریکایي رسنیو کې رپوټونه وایي چې اوس د ولسمشر ټرمپ یو بل سلاکار نېکولاس لونا هم په کورونا وېروس اخته شوی.
"غواړم بېرته ټاکنیز کمپاین پیل کړم"

د عکس سرچینه، Getty Images
شنبه ناوخته پر ټوېټر خپره شوې څلور دقیقې ویډیوکې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د هغو ډاکټرانو مننه کړې چې د ده درمنله کوي.
ښاغلی ټرمپ وایي چې وضعیت یې ښه نه و، نو ځکه روغتون ته راوستل شو، خو اوس ښه دی.
نوموړي ټینګار کړی چې ډېر ژر به بېرته خپل ټاکنیز کمپاین ته ور ستون شي.
خو ځینو سره دا پوښتنه پیدا شوې چې د نوموړي ناروغي به د امریکا پر راتلونکو ټاکنو څه ډول اغېز ولري.
دا ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې پر درېیمه نېټه ترسره کېږي او ولسمشر ټرمپ به له خپل دیموکرات سیال جو بایډن سره مخامخ وي.









