ولسمشر ټرمپ: اوس مې وضعیت ښه دی

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ټرمپ کورنۍ نورو غړو معاینات منفي راغلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر کورونا وېروس له اخته کېدو یوه ورځ وروسته نن شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او ښه احساس کوي. نوموړي د هغو ډاکټرانو مننه کړې چې د ده درملنه کوي.

ښاغلي ټرمپ په ځانګړي توګه د والټر ریډ طبي مرکز، چېرې چې دی بستر دی، د ډاکټرانو ستاینه کړې او وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې د کورونا وبا پر ضد خورا ډېر پرمختګ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ مشر طبیب ډاکټر شان کانلې هم ویلي چې ولسمشر ټرمپ ته اضافي اکسیجن نه دی ورکړل شوی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې تبه هم نه درلوده.

خو د نوموړي د روغتیایي وضعیت په اړه ځینې ضد و نقیض رپوټونه هم خپاره شوي او یو شمېر خلکو سره پوښتنه پیدا شوې چې د ده ناروغي دقیقاً څه وخت تشخیص شوې وه، او دا چې ایا اکسیجن ورکړل شوی هم دی که نه.

نوموړي ته تر اوسه د ځینې تجرباتي درملو ټولګه د پیچکاري په بڼه ورکړل شوې او دغه راز د وېروس ضد ریمډیسایویر درمل ورکړل شوي دي.

پوره یوه میاشت وروسته به ښاغلی ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې له جو بایډن سره مخامخېږي.

ولسمشر به له روغتون د هېواد چارې سمبالوي

ډونلډ ټرمپ والټر رييد ملي پوځي روغتون ته له رسېدو وروسته

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ والټر رييد ملي پوځي روغتون ته له رسېدو وروسته

ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ په کورونا وېروس تر اخته کېدا وروسته تېره ورځ ناوخته د واشنګټن شمال کې یوه پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ولسمشر عمومي وضعیت ښه دی او تر څو ورځو به نوموړی روغتون کې هغه ته له جوړ شوي دفتره د هېواد چارې سمبالوي.

نوموړی د جمعې ورځې په مازدیګر داسې مهال پوځي روغتون ته ولېږدول شو، چې روغتیايي وضعیت یې ښه بللی شوی او د ولسمشر د دفتر مشر مایک مدو وویل، ښاغلی ټرمپ او مېرمن یې د کورونا نښې لري او روغتون ته لېږدول یې د احتیاطي تدابیرو له کبله ترسره شوي.

د جمعې په مازدیګر د ټرمپ پر ټوېټر یوه لنډه وېډیو خپره شوه چې ښکاري روغتون ته تر لېږدېدا شېبه مخکې ثبت شوې ده.

په دې وېډیو کې ولسمشر ټرمپ د ټولو هغو خلکو مننه کړې چې د ده د روغتیا دعاګانې یې کړې دي.

پر کورونا وېروس د ولسمشر ټرمپ اخته کېدو خبر داسې حال کې راځي چې ولسمشریزو ټاکنو ته یوه میاشت پاتې ده.

د ولسمشر ناروغي د نوموړي ټاکنیز کمپاین په ټپه درولی او دغه راز یې د نوموړي هغو هڅو بریا په هکله هم شکونه راپیدا کړي، چې د رایو کارېدنې له ورځې مخکې یې د سترې محکمې د نوي قاضي تایید لپاره پیل کړې وې.

ټرمپ ته د جو بایډن سپارښتنه؛ ماسک وکاروه، لاسونه ووینځه

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په دې ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ د سیال جو بایډن کورونا طبي معاینه منفي راغلې. نوموړي ښاغلي ټرمپ ته په اشارې سره پر ټویټر لیکلي: ''زه هیله کوم دا به یوه یادونه وي چې ماسک وتړه، ټولنیز واټن عملي کړه او لاس ووینځه. ''

د ښاغلي بایډن د دفتر مسوولین وايي، نوموړی به له پروګرام سره سم د جمعې پر ورځ میشيګن ایالت کې یو شمېر کمپاین غونډو کې د ګډون لپاره لاړ شي.

د ټرمپ کورنۍ نورو غړو معاینات منفي راغلي دي.

د ویډیو تشریح، د امریکا ټاکنې: څوک به یې وګټي، خواله رسنۍ بدلېږي