سپینه ماڼۍ: د ولسمشر ټرمپ کوویډ علامات سخت نه دي

د عکس سرچینه، Reuters
سپینه ماڼۍ وايي، د ولمسشر ډونلډ ټرمپ د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ علامات خفیف دي. د ولسمشر ټرمپ دفتر چارواکي وايي، ولسمشر له 'عالي مورال سره پر کارونو بوخت ' دی او دوی ورته د ژر رغېدنې هیله لري.
پر کورونا وېروس د ولسمشر ټرمپ اخته کېدو خبر داسې حال کې راځي چې ولسمشریزو ټاکنو ته یوه میاشت پاتې ده.
په دې ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ د سیال جو بایډن کورونا طبي معاینه منفي راغلې. نوموړي ښاغلي ټرمپ ته په اشارې سره پر ټویټر لیکلي: ''زه هیله کوم دا به یوه یادونه وي چې ماسک وتړه، ټولنیز واټن عملي کړه او لاس ووینځه. ''
د ښاغلي بایډن د دفتر مسوولین وايي، نوموړی به له پروګرام سره سم د جمعې پر ورځ میشيګن ایالت کې یو شمېر کمپاین غونډو کې د ګډون لپاره لاړ شي.
د ټرمپ کورنۍ نورو غړو معاینات منفي راغلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تایید کړه چې د ده او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ د کورونا وېروس معاینه مثبته ده او قرنطین دي.
نوموړي خپل ټوېټر کې لیکلي: "نن شپه زما او د لومړۍ مېرمن د کووېډ-۱۹ معاینه مثبته ده، موږ به سملاسي او په ګډه به قرنطین او روغتیايي چارې پیل کړو."
نوموړي مخکې ویلي و په کورونا د خپلې نږدې سلاکارې هوپ هېکس اخته کېدو پسې اوس پخپله دی او لومړۍ مېرمن قرنطین کېږي.
ولسمشر ټرمپ خپل ټوېټ کې لیکي و: "د هوپ هېکس- چې له لږ دمې پرته یې سخت کار کاوه- کورونا ازموینه مثبته ده. څومره بده ده! لومړۍ مېرمن او زه د معاینې نتیجې ته په تمه یو. په دا مهال به خپل قرنطین پیل کړو."
مالومه نه ده چې د ولسمشر ټرمپ قرنطین سره به د ولسمشرۍ دویمه مناظره څنګه اغېزمنه شي.
ټاکلې وه چې له ډیموکراټ سیال جوبایډن سره دا مناظره د اکټوبر پر ۱۵ د فلوریډا ایالت په میامي کې وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره هم ټلیفوني خبرو کې ویلي و، پخپله او لومړۍ مېرمن له هوف سره ډېر وخت تېر کړی دی:
"اوس به ګورو چې څه کېږي."
له دې مخکې رپوټونه وو چې د نوموړي د دې نږدې سلاکارې هوپ هېکس د کورونا معاینه مثبته ده.
دا سلاکاره د سې شنبې په ورځ د یوې تلوېزوني مناظرې لپاره د ولسمشر ټرمپ په ځانګړې الوتکه- اېر فورس ون- کې له نوموړي سره اوهایو ته تللې وه.
د سپینې ماڼۍ خبریالان وايي، د چارشنبې په ورځ هم نوموړې په مرین ون چورلکه کې له ښاغلي ټرمپ سره نږدې ناسته وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ۳۱ کلنه د ولسمشر تر ټولو نږدې سلاکاره ده چې کووېډ-۱۹ ناروغي یې نیسي.
که څه هم ولسمشر ټرمپ وايي، چې مېرمن هېکس به ماسک ډېر کاراوه، خو د سې شنبې په ورځ کلیولنډ کې له نوموړي سره ګډ سفر کې له الوتکې بې ماسکه کوزه شوه.
هغه تر دې یوه ورځ وروسته په میناسوټا کې یوې غونډې ته هم له ولسمشر سره یو ځای تللې وه.
سپینه ماڼۍ هره ورځ د ولسمشر ټرمپ سلاکاران او ټول هغه کسان معاینه کوي چې له نوموړي سره تماس کې وي.

د عکس سرچینه، AFP / GETTY IMAGES
خو د بلومبرګ د رپوټ له مخې مېرمن هېکس د کورونا نښې لرلې او له میناسوټا د ستنېدو پر مهال د ولسمشر الوتکه کې ګوښه ځای کېنول شوې وه.
ښاغلی ټرمپ تر ډېره ماسک نه اغونځي او عموما په رسمي بوختیاوو کې له خپلو همکارانو او نورو کسانو سره ټولنیز واټن ته پام نه کوي.
خو داسې نښې نشته چې ولسمشر دې په دې ناروغۍ اخته شوی وي، هغه هم په داسې مهال چې تر اوسه یې ۷،۲ میلیون امریکایان نیولي او تر دوو لکو ډېر یې وژلي دي.
مېرمن هېکس د ولسمشر ټرمپ د پخوانۍ نوماندۍ پر مهال د نوموړي ویانده وه او وروسته د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشره شوه.
هغه د ۲۰۱۸ کال مارچ کې له دې دندې ګوښه شوه، چې د فاکس روپرټ مرداک شرکت د اړیکو مهمه افسره شي، خو فرورۍ کې بیا سپینې ماڼۍ ته ستنه شوه.
هوپ هېکس څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- د کانتیکاټ ایالت ګرینویچ کې زېږېدلې ده.
- پېغلتوب کې ماډله شوه او یو وخت د رالف لورن شرکت لپاره اعلان کې ښکاره شوه.
- تر ډېره یې د عامه اړیکو هغه شرکت سره کار کړی چې د ایوانکا ټرمپ او د ټرمپ سوداګریز سازمان چارو ته رسیدګي کوي.
- پر ۲۰۱۴ کال د ټرمپ سازمان او بیا له سیاسی تجربې پرته د ولسمشر ټرمپ له ټاکنډلې سره یو ځای شوه.
- ویل کېږي د ټرمپ یوه تر ټولو باوري سلاکاره او هغو کمو کسانو کې ده چې ښاغلی ټرمپ قانع کولی او د مسلو په هکله یې نظر بدلولی شي.









