سټارمي له ټرمپ سره "جنسي اړیکه" نوره هم ډاګیزه کړه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د ډانیلز ادعا ردوي.

د پورن فېلمونو یوې لوبغاړې او لارښودې په تازه مرکه کې د امریکا له ولسمشر سره د خپلې"جنسي اړیکې" په هکله نوې خبرې کړې دي.

سټارمي ډانیلز له سي بي اېس تلوېزون سره خبرو کې دعوه کوي چې پر ۲۰۰۶ کال یې د نیواډا ایالت د ګلف د مشهورو کسانو په تاهوی اتلولۍ کې له ډونلد ټرمپ سره یو ځل له کانډوم پرته کورواله کړي دي.

۳۹ کلنه سټارمي- چې لومړنی نوم یې سټېفني کلېفورډ دی- له" ۶۰ مینټه" پروګرام سره خبرو کې زیاتوي، دغه نیویارکي میلیاردر او د تلوېزوني شو ویاند(ډونلډ ټرمپ) ورته وویل، د مېرمنې اندېښنه مه کوه، مانیلا سره په یوه کوټه کې نه ویدېږي.

ډونلډ ټرمپ چې پر ۲۰۰۵ کال له دریمې مېرمنې مانیلا سره واده وکړ، د سټارمي ډانیلز دا خبرې بې بنسټه ادعا بولي.

نوموړې وايي، له ولسمشر ټرمپ سره یې د کلیفورنیا د بورلي هېلز په ګډون تر ۲۰۰۷ کال تماس درلود، خو دا پټ نه و او نوموړي له دې سره د نورو په مخ کې تلېفوني خبرې کولې.

د څه نه ویلو تړون

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلد ټرمپ دا مهال له خپلې مېرمنې سره فلوریډا کې دی.

سټارمي ډانیلز وايي، د خپل ځان او لور د امنیت لپاره یې د ۲۰۱۶ کال له ولسمشرۍ ټاکنو ۱۱ ورځې مخکې د ډونلډ ټرمپ له وکیل د یو لک دېرش زره ډالرو له ترلاسولو وروسته ژر پرېکړه وکړه چې د یوه تړون په لاسلیکولو سره د خپلې دغې ادعايي جنسي اړیکې په هکله رسنیو ته څه ونه وايي.

نوموړې دا هم وايي، پر ۲۰۱۱ کال یې د ۱۵ زره ډالرو په بدل کې غوښتل یوې رسنۍ ته خپله کیسه وکړي، خو د ډونلډ ټرمپ وکیل مایکل کوهن دا رسنۍ ووېروله، چې محکمې ته به شکایت وکړي او په دې ډول د هغې لیکنې مخه ونیول شوه.

هغه وایي وروسته د نیواډا په لاس ویګاس کې یو ناپېژاند سړی دې او نوزېږې لور ته یې نږدې شو او ورته ویې ویل:

"ټرمپ پرېږدئ، کیسه هېره کړئ. "

نوموړې وايي، وروسته یې د دې لور ته وکتل او ویې ویل:

"څومره د شرم خبره به وي که د دې ماشومې په مور څه وشي. "

۲۰ میلیون ډالري ناغه

v

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټارمي وايي، له ټرمپ سره یې د ګلف یوه سیالۍ کې تار جوړ شو.

د ډونلد ټرمپ وکیل له سټارمي شکایت کړی او ۲۰ میلیون ډالري ناغه ترې غواړي، ځکه وايي چې نوموړې "د څه نه ویلو تړون" خلاف ورزي کړې ده.

خو دا وايي، دا تړون په دې دلیل "ارزښت" نه لري چې پخپله ډونلډ ټرمپ نه دی لاسلیک کړی.

ښاغلي ټرمپ د اونۍ رخصتۍ په فلوریډا کې تېرولې او سپینه ماڼۍ وایي، ټاکلې وه چې له مرکې خپرېدلو مخکې واشنګټن ته ستون شي، خو مېرمن یې هلته پاتې شوه.

تراوسه دریو مېرمنو محکمې ته له ډونلډ ټرمپ د جنسي اړیکو یا جنسې ځورونې په تور شکایت کړی دی.

د سټارمي وکیل څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلد ټرمپ له خپلې مېرمنې میلانیا او زوی بارون سره په ۲۰۰۷ کال.

د سټارمي ډانیلز وکیل مایکل اوناټي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې موکله له نورو دوو سره دا توپیر لري، چې له ګواښونکو هڅو سره مخ شوې ده.

نوموړي په وروستیو کې د ټوېټر له لارې د یوه ډي وي ډي انځور خپورولو سره وویل، داسې سنونه دي چې د ډونلډ ټرمپ او موکلې اړیکه یې زبادوي.