۱۰ کلنې نجلۍ د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه غوښتې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د هندي ډاکټرانو یوه ډله ۱۰ کلنې مېندوارې ماشومې ته د حمل ضایع کولو پر اجازې ورکولو غور کوي. د شمالي ښار روهتاک پولیسو ویلي، پر دغې ماشومې یې ناسکه پلار (پلندر) پرلپسې جنسي تېری کړی او ښايي راتلونکو څلورو میاشتو کې ماشوم وزېږوي.

تېري کوونکي پولیسو نیولی او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي.

هند کې د مېندوارۍ له ۲۰ اونۍ وروسته د حمل ضایع کولو قانوني اجازه نه شته، خو که ډاکټران رسماً ووايي، چې د مېندوارې ښځې ژوند له خطر سره مخامخ دی، بیا د دغې چارې اجازه ورکول کېږي.

دغه سخت قانون یوازې د هلکانو زېږولو ته د لیوالتیا له کبله تېر کې د میلیونونو مېنداور ښځو لخوا د نجونو حمل ضایع کولو له پېښو وروسته پلي شو.

تېرو میاشتو کې د هند سترې محکمې ته د جنسي تېري له کبله د مېندوارو شویو ګڼو مېرمنو لخوا د حمل ضایع کولو اجازې لپاره عریضې شوې، خو محکمې دغه درخواستونه طبي ماهرینو ته د نظر اخیستو لپاره استولي دي.

هند

د عکس سرچینه، MANOJ DHAKA

د عکس تشریح، هریانه ایالت کې تېره اوونۍ د جنسي تېري دوو جلا پېښو د هند لر او بر کې د ښځو خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې

د هریانه ایالت روهتاک ښار اوسنۍ قضیه کې د ځايي طبي ساینس انسټیټیوټ ماهرین د ماشومې کورنۍ لخوا د هغې حمل ضایع کولو پر غوښتنه غور کوي.

ویل کېږي د نجلۍ مور به دندې ته له تلو وروسته ماشومه لور په کور کې یوازې پرېښوده او پلندر یې پرې پرلپسې جنسي تېری کاوه.

تېري کونکي ماشومې ته ګواښنه شوې وه، چې چا ته حال و نه وايي. د ځايي پولیسو مشر پنکج ناین ویلي، د نجلۍ د مور له شکایت وروسته یې تېري کوونکی نیولی دی.