"بې وزلې ماشومان د بچه بازۍ اصلي قربانیان دي"

د افغانستان په قانون کې بچه بازي جرم نه دی ګڼل شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د افغانستان په قانون کې بچه بازي جرم نه دی ګڼل شوی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون "افغانستان کې د بچه بازۍ لاملونه" په اړه خپل دوهم څېړنیز راپور خپور کړی دی.

دغه څېړنه چې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو ۱۹۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې، موندلې چې شتمن او زورواکه خلک د ۱۰ نه تر ۱۸ کلونو ماشومان د "جنسي ګټو لپاره ګوماري".

د بشري حقونو کمېسیون وايي چې په دې څېړنه کې د بچه بازۍ عاملینو او قربانیانو، کارپوهانو، ځايي منتقدینو، حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې غړو، د پوهنتون استادانو او د دې عمل شاهدانو سره مرکې شوې دي.

د بشري حقونو د کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ د دې څېړنې د خپرولو پر مهال وویل د دې څېړنې موخه دا وه چې د بچه بازۍ اصلي لاملونه په ګوته شي.

هغې وویل دوی موندلې چې ډېری هغه خلک چې دغه کار کوي "شتمن، زورواکي او وسلوال" دي چې د ماشومانو له بې وزلۍ او مجبوریته ګټه پورته کوي.

داسې موارد هم شته چې پولیسو ماشومان ګومارلي خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په دې اړه شواهد نه لري.

اغلې صبحرنګ وویل چې د بچه بازۍ عاملین په عمده ډول نا لوستي کسان دي او ځینې یې په یو وخت کې ان ۱۵ هلکان ساتي.

هغې وویل چې ډېی ماشومان (قربانیان) د اتو کالو په عمر دام کې لوېږي او تر ګیرې راتلو پورې (شپاړلس کلنې) ترې کار اخیستل کېږي.

د بشري حقونو د کمېسیون له خوا د بچه بازۍ د اصطلاح تعریف:

د هېواد په ځینو سیمو کې یو شمېر زورواکي یو یا تر دې ډېر کوچني هلکان چې په عمومي ډول د ۱۰ تر ۱۸ کاله عمر لري، د بچه بازۍ په موخه چې عموما د ناوړه جنسي ګټې او نورې جنسي زورونې په کې شاملې دي، ساتي.

دغه ماشومان چې ګومان کېږي کورنۍ یې بې وزلې دي، د ځینو شتمنو کسانو له لوري د شخصي ساتونکي، زده کونکي، د کور، دوکان، نانوایې، ودانۍ، هوټل او رستورانت کارګر یا نورو دندو لپاره د پېسو په بدل کې یا له زور، اخطار، بهانې، یا چالاکۍ څخه په استفادې ساتل کېږي او ښايي له دوی ناوړه جنسي ګټه هم اخیستل کېږي.

په ځینو سیمو کې له دغو ماشومانو چې ښځینه کالي يې په ځان وي، په میلمستیا ګانو او د واده په محفلونو کې د ناڅګر په توګه کار اخیستل کېږي. د دغه ډول محفلونو نه وروسته، ماشومان شخصي کورونو یا هوټلونو ته وړل کېږي او هلته پرې جنسي تېری کېږي او ځینې وخت ان ډله ایز جنسي تېري هم پرې کېږي.

د خپل خوښې عاملین، نا خوښ قربانیان

د بشري حقونو راپور ښیي ۸۶ سلنه عاملینو ویلي چې په دې کار خوښ دي خو ۸۷ سلنه قربانیانو ویلي چې دوی نا خوښ دي او غواړي چې له دې حالته ځان خلاص کړي.

دوی جنسي غلامانو ته ورته دي چې ناوړه جنسي ګټه تر ې اخیستل کېږي او له ډول ډول جنسي ځورونو سره مخامخ دي.

د دې څېړنې په یوه لنډ راپور کې راغلي چې افغانستان کې د بچه بازۍ ۵۶ سلنه عاملین د ۳۱ نه تر ۵۰ کاله عمر لري او ډېری قربانیان تر ۱۸ کالو کم عمر لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي چې د بچه بازۍ سره د مبارزې لپاره باید خلک حساسیت وښیي او امنیتي ځواکونه باید عاملین تعقیب کړي.

د افغانستان په قانون کې بچه بازي جرم نه دی ګڼل شوی. اغلې ثمر وویل چې بچه بازي په داسې ډول په ټولنه کې منل شوې چې ټکان ورکونکی او ځورونکی دی.

نوموړې وویل چې له حکومته غواړي چې د بچه بازۍ عمل دې د جرم په توګه ومني او د دې کار عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او باید په دې برخه کې د قربانیانو قانوني او عملي ملاتړ وشي.

د بشري حقونو کمېسیون په دې اند دی چې بچه بازي په افغانستان کې په زیاتېدو ده او "د قانون نه پلي کېدل، اداري فساد، د قانون نیمګړتیاوې، محکمو ته محدوده لاسرسی، بې وزلي، نا امني او د نا مسوله وسله والو ډلو شتون" د دې عمل په وده کې عمده رول لوبولی دی.

"ماشومان، جنسي غلامان"

د افغانستان په قوانینو کې بچه بازي په واضح ډول نه ده تعریف شوې خو دا چې دغه عمل یو ډول (ناوړه ګټه پورته کول او جنسي بد رفتاري) ده او په کې ماشومان د (جنسي غلامانو) په څېر ساتل کېږي ځکه نو د "ماشومانو د آزادۍ" مخه نیسي.

ثریا صبحرنګ وايي:

"کله چې هلکان (د بچه بازۍ قربانیان) د دوی (بچه بازانو) په کار نه وي یا دغه هلکان د غلامانو په څېر له ځانه سره ساتي او خپلې کورنۍ کې ورته واده کوي چې د دوی تر کنترول لاندې پاتې شي او یا یې هم خوشې کوي چې دغه چاره د بچه بازی د عمل د دوام لامل کېږي. له هغه ځایه چې قرباني د غلامۍ په موده کې هیڅ راز بشري حقونه نه لري، عقده پیدا کوي او وروسته بیا خپله هم د بچه بازی عامل کېږي".

د بشري حقونو کمېسیون وايي چې د افغانستان په قوانینو کې د جزا د قانون په ۴۲۷ ماده کې، د زنا او لواطت عملونه منع ګرځول شوي دي او د عاملینو لپاره یې د اوږد بند خبره شوې ده خو دا بسنه نه کوي ځکه د بچه بازی په عمل کې یوازې جنسي تېری نه کېږي بلکه "نور راز راز جنسي ځورونې لکه لاس وهل، مساج او په خصوصي او عامه محفلونو کې نڅول" هم کېږي.

دا کمېسیون وايي چې د بچه بازی د عمل پر وړاندې مبارزه کې د قرباني شوي ماشومانو روغتیا ته پام، له سزا د بخښنې کلتور پر وړاندې مبارزه، د بشري حقونو د احترام روحیې پیاوړي کول او د امنیتي ارګانونو د لا زیات مسولیت منلو لپاره عملي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.