موزیم ډونلډ ټرمپ ته د هنري انځور پر ځای له سرو زرو د جوړ کمود ورکولو وړاندیز کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ لپاره د نیویارک له ګوګینهایم موزیمه د مشهور هنرمند ون ګاګ یو شاهکار انځور غوښتی و، خو موزیم چارواکو د انځور بدل کې د سرو زرو کمود ورکولو وړاندیز کړی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د ګوګینهایم موزیم مسوولینو بښنه غوښتې، ویلي یې دي نه غواړي سپینې ماڼۍ ته دغه له واورې سره نومي شاهکار ورکړي، خو پر ځای یې د ۱۸ قېراطه سرو زرو نه جوړ کمود وړاندیز کړی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې د موزیم مسوولې نانسې سپېکټر سپتمبر میاشت کې د برېښنالیک له لارې د سپینې ماڼۍ غوښتنې ته ځواب ورکړی دی.
مېرمن سپېکټر ویلي، دغه انځور د هغه کلیکسون برخه ده، چې له خورا ډېرې اړتیا پرته یې پر لېږد رالېږد بندیز لګول شوی دی.
دغه انځور وان ګاګ ۱۸۸۸ کې پنځولی او مېرمن سپېکټر وايي، په یوه اړوند اداره کې به د څښتنانو له اجازې وروسته نندارې ته وړاندې شي.
د موزیم مسوولې دغه راز ویلي، د ایټالوي هنرمند مایوریزیو په لاس جوړ کمود چې له سرو زرو جوړ شوی دی، 'د پور په توګه د اوږدې مودې لپاره 'ورکول کېدای شي.

د عکس سرچینه، GUGGENHEIM
هغه کمود چې سپینې ماڼۍ ته یې د ورکولو وړاندیز شوی 'امېریکا ' نومېږي او په امریکا کې پر بې دریغه شتمنۍ د یوه هېښوونکي طنز په نظر ورته کتل کېږي.
هغه وايي:
''دا خورا ګران بیه او ډېر ارزښتمن دی او کېدای شي د لېږد پر مهال زیانمن شي، خو موږ چمتو یو د ځای پر ځای کولو او د ساتنې په اړه یې ټول معلومات وړاندې کړو. ''
امریکا کې معمول داسې دی، چې ولسمشران او مېرمنې یې د سپینې ماڼۍ بېلا بېلو برخو د سینګار لپاره هنري پنځونې د پور په توګه تر لاسه کوي.








