که ډونلډ ټرمپ ناتوانه شي، د امریکا واګي به څوک سمبالوي؟

ټرمپ او پېنس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ او مرستیال يې مایک پېنس دواړه جمهوري غوښتونکو ګوند په رسمي ډول په تېر اګست کې نوماند کړل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې مهال پر کورونا اخته شوی چې هلته ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي. دې مسلې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي چې که هغه په ټاکنو کې هېڅ ګډون ونشي کړای نو څه به کېږي؟

ډونلډ ټرمپ نه به د ټاکنیزو سیالیو کومې غونډې پاتې شي؟

وړمه ورځې یاني د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مالومه شوه ښاغلی ټرمپ کورونا شوی دی او باید ځان لس ورځې قرنطين کړي. له دې ښکاري چې دی د اکتوبر پر ۱۵ په پلان شوې مناظره کې ګډون کولی شي. خو د جمعې په ورځ په فلوريډا کې د یوې غونډې تابیا وه چې لغوه شوه او د سپينې ماڼۍ د مالوماتو له مخې، پر ځای به يې ولسمشر ټرمپ اوس "زیانمنونکو کسانو ته پر ټلیفون د کوېډ-۱۹ په اړه وغږېږي".

د قرنطين ورځو پر مهال ځينې نورې غونډې او راټولېدنې هم په پام کې دي خو ښکاري چې هغه به هم یا بیخي ونشي او یا به هم وځنډول شي.

ښاغلی ټرمپ د سږکال لومړنۍ مناظرې پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ خپلې لومړنۍ مناظرې ته له ځانه سره مخ ماسک راوړی و خو چې په خوله يې وي، داسې عکس يې نه دی اخیستل شوی

که ولسمشر ټرمپ ناتوانه شي نو بیا؟

د رپوټونو له مخې اوس خو ښاغلی ټرمپ د دې ناروغۍ "عادي نښې" لري خو که دومره سخت ناروغ شي چې خپله دنده سمه ترسره نشي کړای نو د امریکا په اساسي قانون کې داسې حالت ته دغه لارې چارې سنجول شوې دي:

د قانون ۲۵ ماده ولسمشر ته حق ورکوي چې واکونه خپل مرستیال ته وسپاري. یاني اوس ته په کتو به مایک پېنس چارسمبالی ولسمشر وي. کله چې ولسمشر ټرمپ روغ شي نو خپل واک بېرته سمبالولی شي.

داسې څه د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو رونالډ رېګن او جارج ډبلیو بوش د واک پر مهال پېښ شوي وو.

که د ولسمشر روغتیايي حالت ډېر خراب وي او د واک چارې نورې نشي سمبالولی نو کابينه او د ولسمشر مرستیال په ګډه پرېکړه هغه ناتوانه بللی شي. یاني که ښاغلی ټرمپ داسې حالت سره مخ شي، پر ځای به يې مایک پېنس واک په لاس کې واخلي.

Trump and Marine One

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ هم د خپلې سلاکارې هوپ هېکس په څېر تېره چهارشنبې په همدې چورلکه کې سفر کړی و، هغه هم پر کورونا اخته شوې ده.

خو که مایک پېنس هم ناروغ او ناتوانه شي نو د امریکا د ولسمشر د ځای ناستي ټاکنې اړوند قانون له مخې نېنسي پلوسې باید د دغه هېواد واګي سمبال کړي. اغلې پلوسې اوس د امریکا د ولسي جرګې ډيموکراته مشره ده.

که هغه هم ناتوانه یا ناروغه وي نو د جمهوري غوښتونکو مشر سناتور ۸۷ کلن چارلس اي ګرېسلي به د امریکا د ولسمشر په توګه واک خپل کړي.

خو وروستي دواړه احتمالونه له قانوني ننګونو سره مخ کېدلی شي.

که ولسمشر ټرمپ له ټاکنیزو سیالیو بیخي ولوېږي نو پر رای پاڼو به د چا نوم لیکل کېږي؟

که د هر لامل له کبله د یوه ګوند نوماند په ولسمشريزو ټاکنو کې له ګډون کولو بېزاره شي نو په اړه يې ډېره روښانه تګلاره شته چې باید پلې شي.

مرستیال ولسمشر ماېک پېنس خو به هسې هم بیا د ولسمشرۍ چارې سمبالوي نو اړتیا نشته چې دی د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند شي. ځکه چې هغوی وارله مخه ښاغلی ټرمپ په رسمي ډول د نوماند په توګه ټاکلی دی.

د دوی د ګوند د تګلارې له مخې به د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ۱۶۸ غړي له مایک پېنس سره د ولسمشرۍ لپاره د ټولو د خوښې نوی نوماند وټاکي.

مايک پېنس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مرستیال ولسمشر مایک پېنس د ښاغلي ټرمپ پر ځای ولسمشریزې چارې سمبالولی شي خو په اتومات ډول د جمهوري غوښتونکو نوماند کېدلی نشي.

که چېرې مایک پېنس انتخاب شي نو بیا به یو نوی مرستیال ورسره ټاکل کېږي.

د امریکا د ټاکنو قانون له مخې، چې يو ځل په رسمي ډول څوک نوماند شي نو بیا نه ډيموکراتان او نه هم جمهوري غوښتونکي د هغوی پر ځای نوي نوماندان ټاکلی شي.