نیویارک ټایمز: ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو کلونو کې فدرالي حکومت ته هیڅ مالیه نه ده ورکړې، خو په هغه کال چې ولسمشري یې وګټله او همدارنګه یې د واک په لومړي کال یواځې ۷۵۰ ډالر فدرالي حکومت ته مالیه ورکړې ده.
دا امریکايي ورځپاڼه زیاتوي، د ښاغلي ټرمپ او د هغه د شرکتونو د وروستیو دوو لسیزو د مالیې ریکارډ یې پیدا کړی او زیاتوي، دا ورکړې مالیه یې هم تر ډېره د هغه مالي زیان او ضرر له امله ده چې خپلو شرکتونو یې مالي رپوټونو کې لیکلې ده.
ولسمشر ټرمپ دا رپوټ ردوي او یومخ "جعلي خبر" یې بولي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ وویل: "ما مالیه ورکړې. کله چې مالي پاڼې جوړې شوې، تاسو به یې ووینئ."
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سرلیکوالو وروستیو ۷۰ کلونو کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې تل د ډیموکراټو نوماندانو ملاتړ کړی، خو ډونلډ ټرمپ د جمهوریپالو نوماند دی.
دا ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ او د هغه د شرکتونو- چې د ټرمپ ټولنې- ملکیت دي مالي پاڼې یې ترلاسه کړې چې تر ۱۹۹۰ لسیزې رسېږي او همدارنګه یې د نوموړي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال مالي اسناد هم موندلي دي.
د ټرمپ ټولنې په نوم اقتصادي ټولګې هم دا ادعاوې رد کړې دي.
د دې سوداګریزې ټولګې لوی وکیل الن ګارتن نیویارک ټایمز ته په ځواب کې وايي: "داسې ښکاري چې دې رپوټ کې ډېری برخې او ان ټول ناکره دی."
د هغه په خبره، ولسمشر ټرمپ وروستۍ لسیزه کې لسګونه میلیون ډالر په شخصي ډول فدرالي حکومت ته مالیه ورکړې ده؛ هغه مهال یې هم میلیونونه ډالر ورکړي چې پر ۲۰۱۵ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته موماند و.
وروستیو لسیزو کې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په خپله خوښه خپل مالي اسناد خپاره کړي، خو ولسمشر ټرمپ نه پخوانیو او نه اوسنیو ټاکنو کې دا سندونه خپاره کړل.
تېرو ټاکنو کې هم د نوموړي دا دریځ ډېر جنجالي و او ډیموکراټې سیالې هېلري کلېنټن له ډونلد ټرمپ سره مناظره کې هم دا مسله راپورته کړه، خو ولسمشر ټرمپ وویل، که یې مالیه نه وي ورکړې نو "چالاک" دی.
امریکایان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه نیمې میاشتې مخکې رویټرز خپل رپوټ کې وویل، نظرپوښتنې وايي، چې د امریکا دریو کې دوه برخې خلک د ښاغلي ټرمپ د مالي پاڼو لیدل غواړي او نیمايي هم باوري دي چې نوموړی ځکه دا پاڼې نه شریکوي چې فکر کوي سیاسي تاوان ورته رسېږي.
د ولسمشرۍ پر دویم کال یانې پر ۲۰۱۸ ولسمشر ټرمپ یوه غونډه کې وویل، نږدې ۴۳۵ میلیون ډالر عاید لري.
خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه دا اندازه ردوي او وايي، د ښاغلي ټرمپ مالي پاڼې ښيي چې نوموړي ویلي نږدې ۴۷،۵ میلیون ډالر تاوان یې کړی دی.
دا ورځپاڼه زیاتوي، د ګلف او هوټلونو ځمکو په ګډون د ولسمشر ټرمپ ډېری اصلي کسب او کار ویلي، کال په کال یې میلیونونو او ان لسګونو میلیون ډالر تاوان کړی دی.
دې رپوټ کې راغلي ولسمشر ټرمپ له هغو مالیاتي قوانینو کار اخیستی چې د کار او کسب مالکانو ته وخت ورکوي خپل زیان او تاوان راتلونکو کلونو کې روښان کړي او له دې لارې یې هغه مالیه کمه شي چې ورکړې یې نه ده.
دې رپوټ کې داسې مثالونه راوړل شوي چې ښيي، نوموړی او اقتصادي ټولګې یې خپلو مالي پاڼو کې داسې څه راوړي چې په مټ یې مالیه ور نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ورځپاڼه ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ په شخصي ډول ۳۰۰ میلیون ډالر پوروړی دی چې راتلونکو څلورو کلونو کې یې د سپارلو وخت رسېږي.
ورځپاڼه زیاتوي دې رپوټ کې ټول سندونه او مالومات یې له داسې سرچینو ترلاسه کړي چې دې اسنادو ته یې قانوني لاسرسی درلود.
څلور کاله مخکې هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ټاکنو درشل کې لیکلي و ولسمشر ټرمپ دې ادعا سره چې یو میلیارد ډالر تاوان یې کړی، ښايي وروستیو دوو لسیزو کې یې هیڅ مالیه فدرالي حکومت ته ورکړې نه وي.










