ډونلډ ټرمپ: دیموکراتان یوازې په درغلۍ ټاکنې ګټلی شي

Trump addresses delegates

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د احتمالي درغلۍ په اړه خبر داری ورکړی.

نوموړي په شمالي کارولینا کې د خپل جمهوریپال ګوند کنوانسیون یا ملي غونډې په لومړۍ ورځ وویل، دوی (ډیموکراټان) د امریکایي ولس د تېر اېستلو لپاره کورونا کاروي.

ښاغلي ټرمپ خپله دا ادعا بیا تکرار کړه چې د پوستې له لارې رایه به درغلیو ته لار جوړه کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکی نومبر کېږي او اصلي سیال نوماندان یې د جمهوریپال ګوند ډونلډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند جوبایډن دی.

د دې ټاکنو په هکله نظرپوښتنې ښيي چې ښاغلی ټرمپ له ډیموکراټ سیال جو بایډن شا ته دی.

د ګوند استازو ته په حضوري غونډه کې چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخینيوي لپاره کمو کسانو پکې ګډون کړی وو، ښاغلي ټرمپ ډیموکراټان تورن کړل چې د کورونا کارولو سره غواړي ټاکنې پټې کړي:

"یواځنۍ لار چې دوی له موږ ټاکنې ګټلی شي، دا ده چې درغلي وشي. " خو ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې "موږ ګټونکي یو."

ښاغلي ټرمپ پر ۲۰۱۶ کال هم ټاکنو کې د درغلۍ خبرداری ورکړی و او هغه مهال هم نظرپوښتنو کې له سیالې نوماندې هېلري کلېنټن شا ته و.

په تشریفاتي ډول ښاغلی ټرمپ د دوشنبې په ورځ په چارلټو ښار کې د جمهوریپال ګوند ملي غونډه کې رسمي نوماند شو.

ټاکلې شوې ده ولسمشر ټرمپ د نوماندۍ منلو په موخه د جمهوریتپال ګوند غونډې ته راتلونکې پنجشنبه وینا وکړي. د نوماندۍ له منلو وړاندې وینا نادوده ده خو ښاغلي ټرمپ پرون ګوندي غونډې ته نږدې یوه ګړۍ خبرې وکړې.

۱۲ کلونه

د ټرمپ ملاتړي

د عکس سرچینه، Reuters

د ښاغلي ټرمپ ملاتړو د نوموړي د څرګندونو هرکلی کاوه او دا شعار یې وایه: نور څلور کلونه.

ولسمشر پکې ور ګډ شو او ویې ویل، اوس که ریښتیا غواړئ چې دوی لېوني کړئ، نو ووایئ ۱۲ نور کلونه.

خو د امریکا د اساسي قانون د ۲۲ ترمیم له مخې چې پر ۱۹۵۱ کال تصویب شوی وايي، ولسمشر د دوو دورو یا اتو کلونو لپاره ولسمشري کولی شی.

د پوستې له لارې ټاکنې خوندي دي؟

ښاغلي ټرمپ بیا بیا اندېښنه ښودلې چې د پوست له لارې ټاکنې- چې سږ کال به د کورونا وېروس له امله ډېرې وکارېږي- د امریکا په تاریخ کې به له درغلۍ ډېرو ډکو ټاکنوته لار برابره کړي.

خو دې ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ډېر کم شواهد او د دغه جرم د څارلو کم مثالونه شته.

د فدرالي ټاکنو کمېسون کمېشنر ایلن ویټرب هم وایي، د دسیسې تیورۍ لپاره هېڅ داسې بنسټ نشته چې وښيي د پوستې له لارې رایه د درغلۍ سبب کېږي.