ټرمپ: که بایډن ټاکنې وګټي د امریکا راتلونکی به خراب کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ډیموکراټ سیال جوبایډن یې د نومبر ټاکنې وګټي، نو د امریکایانو راتلونکی به خراب کړي.
ولسمشر ټرمپ له سپینې ماڼۍ د جمهوریپال ګوند ملي غونډې یا کنوانسیون ته د خپلې نوماندۍ منلو وینا کې خپل سیال د امریکا "د عظمت ورانوونکی وباله. "
ډونلډ ټرمپ وویل، ډیموکراټان به "تاوتریخجن انارشیستان" د امریکا ښارونو کې خوشي کړي.
هغه د کنوانسیون په وروستۍ ورځ په وینا کې راتلونکو ټاکنو ته خپله نوماندي هم ومنله:"وطنوالو، نن له درنښت او بې پایله هیلو ډکه شپه کې، د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره د ګوند نوماندي منم. "
ولسمشر ټرمپ له خلکو وغوښتل چې د څلورو نورو کلونو لپاره رایه ورکړي.
هغه ژمنه وکړه چې د کورونا وېروس سره به ختم کړي چې چې د امریکا اقتصاد یې له خطر سره مخ کړی او هم به هغه مدني جنجالونه اوار کړي چې د پولیسو په لاس د تورپوستو وژلو پسې پیدا شوي دي.
نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړه: "د ولسمشرۍ نوي پړاو کې به بیا تاریخ کې تر ټولو ستر اقتصاد جوړ کړم، په چټکۍ بشپړ روزګار، زیاتېدونکي عاید او بې مخینې پرمختیا ته ورګرځو. "
د هغه په خبره، امریکا به د نوموړي په لارښوونه "له ټولو ګواښونو" په امن وي.
ډونلډ ټرمپ خپلو خبرو کې له ایران سره پر اټومي تړون نیوکه او عراق کې یې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژلو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
پر بایډن نورې نیوکې

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې زیاته کړه: "تېر کې هیڅکله هم د دوو ګوندونو، دوو نظرونو، دوو فلسفو او دوو کاردودونو ترمنځ له داسې ډېر روښانه غوراویو سره مخ شوي نه یو. "
ډونلډ ټرمپ پر خپل ټاکنیز سیال جوبایډن نیوکو کې وویل: "موږ تېر څلور کلونه د هغه تاوان په جبرانولو تېر کړل چې جو بایډن په ۴۷ کلونو کې پېښ کړی و. د ډیموکراټانو په غونډو کې مو په سختۍ د دوی د کاردود په هکله خبرې واورېدې، دلیل یې دا نه دی چې پروګرام نه لري. بلکې خبره دا ده چې کاردود یې د هغو وړاندیزونو خورا توندلارې ټولګه ده چې تراوسه د یوه ګوند نوماند وړاندې کړي دي. "
د ولسمشر ټرمپ په خبره: "د بایډن مخینه د خیانت او تېروتنو اوږد شرموونکی نوملړ لري. هغه ټول عمر خپل مسلک د تاریخ په ناسم لوري کې تېر کړی دی. "
د ولسمشر ټرمپ دا وینا په داسې مهال ده چې لا هم امریکا کې کورونا روانه ده، پر یوه تورپوستي د پولیسو ډزو پسې تاوتریخوالی او سوېلي ایالتونو کې یو سخت توپان روان دی.
له بلې خوا اېن پي ار رادیو رپوټوي چې پنجشنبه د جمهوریپال ګوند د دریو پخوانیو نوماندانو، جورج ډبیلو بوش، جان مکین او مېټ رامني د کمپاین کارمنانو د ډونلډ ټرمپ پر چلن نیوکو سره د هغه له سیال جو بایډن ملاتړ وکړ.
له سپینې ماڼۍ وینا

د عکس سرچینه، AFP
ولسمشر ټرمپ خپله وینا د سپینې ماڼۍ سوېلي څنډه کې وړاندې کړه او د وینا پای کې یې د واشنګټن اسمان په بلنډو روښان شو.
نیوکګر وايي، سپنیه ماڼۍ - چې د امریکا د دولت ملکیت دی- ټاکنو کې کارول یې د اخلاقي اصولو خلاف کار دی.
د "هیڅ" په نوم قانون د امریکا د حکومت کارمنان د خپل کمپاین لپاره د دفترونو له کارولو منع کړي، خو دا قانون پر ولسمشر او د هغه پر مرستیال نه پلی کېږي.
د ډونلډ ټرمپ د حکومت چارواکو بیا بیا دا اصول تر پښو لاندې کړي، ځکه سپینه ماڼۍ خپله دا مقررات څاري.










