جو بایډن راتلونکې ټاکنې د رڼا او تیارې جنګ بولي

بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بایډن ګوندي غونډه کې د نوماندۍ منلو پر مهال

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکراټ نوماند جو بایډن پر اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور لګوي، چې "له ډېر وخت راهیسې یې امریکا په تیاره کې ساتلې ده."

نوموړي د ډیموکراټ ګوند د ملي غونډې یا کنوانسیون په څلورمه ورځ د نوماندۍ منلو پر مهال دا خبره وکړه.

ښاغلي بایډن خپله وینا د یوه مدني فعال الا بېکر په دې وینا پیل کړه: "خلکو ته څراغ په لاس کې ور کړه، نور خپله لار پیدا کوي."

هغه زیاته کړه: "دا داسې کلیمې دي چې زموږ وخت کې په کارېږي، اوسني ولسمشر امریکا ډېرې اوږدې تیارې ته بوتله. "

پخواني مرستیال ولسمشر دا هم وویل، چې سیال یې "ډېره غوسه، ډېر ډار او ډېر د لارې جلاوالی" غوره کړی.

په دیلاور ایالت کې د خپل ټاټوبي ویلمینګټن ښارګوټي له یوه نسبتاً تش مرکز په خبرو کې ۷۷ کلن بایډن وویل:

"دغه وخت او ځای دې نښه وي، که مو ولسمشرۍ ته خوښ کړم، په خپلو تر ټولو ښو وړتیاوو به تکیه وکړو، نه پر بدو هغو. "

هغه زیاته کړه: "زه به د رڼا پلیونی(پیرو) یم، نه د تیارې. دا زموږ د خلکو لپاره د دې وخت دی چې، سره یو شو، تېروتنه ونه کړو، په ګډه په امریکا کې د تیارې پر دې موسم بریالي کېدلی شو."

"موږ به د وېرې په ځای هیله، د افسانې په ځای حقیقت او د امتیاز په ځای انصاف غوره کړو."

کورونا وبا

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی بایډن چې ډېر کلونه سناتور او د اوباما واکمنۍ کې اته کاله مرستیال ولسمشر و وویل:

"یو نسل هم نه پوهېږي چې تاریخ څخه ترې غواړي، بس په دې پوهېدلی شو چې کله ستونزه پېښه شي ورته تیار یو که نه. اوس د هېواد د تاریخ یو تر ټولو سخت حالت سره مخ یو."

د نوموړي مطلب کورونا وېروس و.

ښاغلي بایډن وویل، ډونلد ټرمپ د امریکايي ولس له پامه غورځولو سره ولسمشرۍ ټوله ځان پورې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې ډونلډ ټرمپ د کورونا کړکېچ په سم مدریت او د ولسمشرۍ دنده کې ناکام دی.

هغه ژمنه وکړه چې ټاکنو کې بریالیتوب سره به یې لومړنی ګام د کورونا وبا کنټرولول وي.

د ښاغلي بایډن وینا د هغه د سیاسي مسلک د اوج څرګندویه ده، چې له نیمې پېړۍ پکې لوبېږي.

نوموړی د ولسمشرۍ ټاکنو د عمومي کمپاین په درشل کې په نظرپوښتنو کې هم له ۷۴ کلن ټرمپ مخکې دی.

خو لا چې ۷۵ ورځې ټاکنو ته پاتې دي، نو جمهوریپال ولسمشر د دې واټن کمولو ته پوره وخت لري.