هند کې جعلی شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو ۳۸ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
په هند کې د جعلي شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي. د هند اندرا پردیش ایالت کریچوډو سیمه کې هغه هټۍ بندې شوې چې مېکروب ضد مایع پکې خرڅېدل او بالاخره ځینو وګړو څښلي او ۱۰ کسان ترې مړه شوي دي.
په امرتسر، بټاله او ترن ترن سیمو کې هم ځینې خلک جعلي شرابو وژلي.
په اندرا پردیش کې د پولیسو یوه مشر سدهارت کوشل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د بندون پرمهال د شرابو هټۍ تړل شوې وې، خو د لاس مینځلو مېکروب ضد مایع په اسانۍ موندل کېدل. نوموړی وایي:
"ځینو کسانو مېکروب ضد مایع د څښاک له اوبو سره ګډ کړي او څښلي یې دي چې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي. موږ اوس دا څېړو چې ایا مېکروب ضد مایع او نور زهري مواد په دې څښاک کې ګډ شوي او که نه."
دی وايي، د دغه څښاک نمونې یې د کیمیاوي ازموینې لپاره استولې دي.
په بندیزونو کې نرمښت:
د هند فدرالي حکومت د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت د بېرته رغولو لپاره ډېری سوداګریز کاروبارونه بېرته پرانیستلي دي.
د روانې اونۍ لومړیو کې، د یوګا تمرینځایونه او د بدني ښکلا کلبونه بېرته پرانیستل شول چې د توکو پر خرڅلاو او خلکو هم بندیزونه ورو- ورو پورته کېدونکي دي.
د هند اندرا پردیش ایالت کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې تېره میاشت نهه برابره ډېرې شوې دي.
هند کې په ملي کچه د کورونا وېروس ۵۵۰۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او هلته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۵۷۰۰ ته رسېدلی دی.
هند اوس له امریکا، برازیل، او روسیې وروسته - د مثبتو پېښېو له پلوه - څلورم هېواد دی.











