کورونا وېروس: هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر یو میلیون ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
په هند کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا وېروس د نویو اخته شویو ۳۵ زره کسانو له نومونو ثبت کېدو سره دغه هېواد کې د ناروغانو شمېر اوس تر یو میلیون کسانو اوښتی دی. د ناروغانو شمېر له پلوه اوس هند په ټوله نړۍ کې له امریکا او برازیل وروسته دریم ځای ته رسېدلی دی او د نړۍ په هغو دریو هېوادونو کې شامل شوی، چې د ناروغانو شمېر پکې یو میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
هند کې چارواکي د ټولټال شمېر درېیمه برخه ناروغان اوس هم پر ناروغۍ اخته بولي، ځکه په وینا یې دغه هېواد کې د وېروس له کبله د مړو کسانو شمېر هم لږ دی او ډېری کسان بېرته رغېدلي دي.
خو بل لور ته شمېرې ښيي چې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر په ډېرېدو دی او د کوویډ - ۱۹ له کبله د ۲۵ زره ۶۰۲ کسانو له مړینې سره هند په نړۍ کې د کورونا مړینې شمېر له پلوه اتم ځای ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته له تېرو څو اونیو راهیسې په هند کې هره ورځ د نویو ناروغانو ریکارډ کچه زیاتوالی ثبتېږي. په نړیواله کچه د روانې میاشتې لومړیو کې هند د ناروغانو شمېر له پلوه له روسیې مخکې شو.
امریکا کې په یوه ورځ دنږدې زر کسانو مړینه مړه
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا متحده ایالتونو کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې زر کسان مړه شوي دي.
دې سره د هغو کسانو شمېر یو لک ۳۸ زرو ته ورسېد چې دغه هېواد کې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې متحده ایالتونو کې تېرو ۲۴ ګړیو کې په کورونا وېروس څلور اویا زره پنځه سوه کسان اخته شوي.
دا د کورونا وبا له پیلېدو راهیسې اول ځل دی چې دومره ډېر امریکایان په یوه ورځ په کورونا اخته کېږي.
دې سره امریکا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېرو له درې میلیونه، پنځه لکه اویا زرو پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو او ترې د مړو کسانو له پلوه امریکا متحده ایالتونه تر ټولو ځپلی هېواد دی.
دا مهال د امریکا په ۳۰ ایالتونو کې کورونا وېروس په زیاتېدو دوی او ډېرو ایالتونو کې د ماسک اغوستلو غوښتنه شوې ده.
وروستیو کې د کلوریډا والي جارډ پولس امر کړی چې دغه لوېدیځ ایالت کې له لسو کلونو پورته کسان عامه ځایونو کې ماسک واغونځي.
تېره اونۍ ډونلډ ټرمپ هم د اول ځل لپاره ماسک واغوست.
کورونا نړۍ کې تراوسه دیارلس میلیونه او اوله لکو ډېر کسان نیولي او ترې پنځه لکه ۸۹ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي، که ځینې حکومتونه د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پرېکند ګامونه پورته نه کړي، نو حالات به لا خراب او بدتر شي.










