کورونا وروستۍ وبا ده که نورې هم پسې راځي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, جسټین راولېټ
- دنده, د چاپېریالي چارو مشر خبریال
ساینسپوهان وايي، موږ انسان ته له ځناورو یا وحشي ژوو د ناروغیو لېږدولو او نړۍ کې خپرېدلو ته تیار توپان برابر کړی او په طیعي نړۍ کې د انسان لاسوهنې دا بهیر لا ګړندی کړی دی.
دا نظر د هغو نړیوالو روغتیاپوهانو دی چې د نویو ناروغیو د پیدا کېدو څرنګوالی او چېرته والی څېړي.
د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه اوس دوی د نښو پېژندونکی سیستم هم جوړ کړی چې اټکلوي د کوم ځنګلي ژوي کومه ناروغي انسان ته ډېر خطر پېښوي.
د برتانیا لېورپول پوهنتون ساینسپوهان د دې نوښت مشري کوي، چې د نړیوالو هڅو برخه ده او پکې د راتلونکو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره لا ښه تیاری یا چمتووالی غواړي.
شپږم ډز را ګیر کړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د لېورپول پوهنتون استاد پوهاند ماتیو بېلېس بي بي سي ته وویل: "تېرو شلو کلونو کې موږ شپږ سخت ګواښونه درلودل، لکه سارس یا ټک، مرس، ایبوله، د چرګانو زوکام او د خوګ زوکام یا والګی. له پنځو ډزو نه مو ځان وساته خو شپږم ډز راګیر کړو".
د هغه په خبره، کورونا وروستۍ وبا نه ده چې موږ ور سره مخ یو، ځکه پکار ده چې د وحشي ژویو ناروغۍ ډېر په دقت وڅارو.
د دې کره ارزونې د برخې په توګه نوموړی او ملګري یې د اټکلي پېژندلو سیستم ډیزان کړی چې د هرې پېژندل شوې وحشي ناروغۍ پراخ مالومات وڅېړي.
پر زرګونو باکتریاوو، پرازیټونو او ویروسونو سربېره چې ساینس پېژندلي، دا سیستم د ککړېدونکو ډولونو د شمېر او ډول د لومړنیو مالوماتو څرک لګوي او له دې مالوماتو په دې جوتولو کې کار اخلي چې وښيي کوم ګواښ انسان ته خورا ډېر خطر پېښوي.
که یو رنځزېږ( رنځ یا ناروغۍ زېږوونکی) د یوه لومړیتوب په توګه تشخیص شي، نو سایسپوهان وايي، دوی یې له خپرېدو مخکې د درملنې او مخنیوي موندلو لپاره نېغ څېړلی شي.
پوهاند بېلېس زیاتوي. دا به په ټول کې د هغو ناروغیو موندلو کې یو بل ګام وي چې د وبا سبب کېږي: "خو موږ دې لومړني ګام سره پرمختګ کوو".
له قرنطین سبق اخیستل

د عکس سرچینه، VICTORIA GILL
د ډېری ساینسپوهانو په باور، زموږ چلن په تېره ځنګل وهل او د رنګارنګ ځنګلي ژوو پر استوګنځیو تېری د دې سبب کېږي چې بیا بیا له ځناورو انسان ته ناروغۍ ولېږدېږي.
د لندن کالېج پوهنتون د پوهاند کېټ جانس په خبره، شواهد ښيي چې له رنګارنګ ژوند سره د انسان ایکو سیستمونه ډېر ټيټ شوي دي، لکه کروندې چې انسان ته د ناروغیو خپرېدو ډېر خطر لري.
هغه زیاتوي، دا د ټولو ناروغیو لپاره اړین نه دی. خو هغه ځنګلي ډولونه چې د انسان مزاحمت خورا ډېر زغمي د رنځزېږ په لېږدولو او پاللو کې ډېر اغېزناک ښکاري:
"ځکه د رنګارنګ ژوند له منځه تللو سره د انسان او وحشي ژوو تماس لا ډېر خطرناکېږي او انسانانو ته د ځانګړي پرازېټونو، بکتریاوو او وېروسونو د رسېدو چانس ډېرېږي".
د ځینې ناروغیو خپرېدل د انساني چارو او وحشي ژوو ترمنځ د اړیکو یا لاسوهنې بدې پایلې ښيي.
په مالیزیا کې پر ۱۹۹۹ کال نیپاه وېروس(عفوني وېروس) له څرګندېدو سره- چې مېوه خور څکالي ولېږداوه- د خنځیرانو هغه لوی فارم کې خپور شو چې د ځنګل په څنډه کې جوړ شوی و.
ځنګلي او مېوه خور څکالي د مېوو ونو کې ځان مړوي او د خوګانو یا خنځیرانو هغه نیمه خوړل شوې مېوې له ستوني تېرې کړې وې چې له ونو غورځېدلې او د څکالي په لاړو ککړې وې.
له ۲۵۰ ډېر هغه کسان دې په دې وېروس اخته شول چې له اغېزمنو خنځیرانو سره یې نږدې تماس درلود او په دوی کې له سلو ډېر مړه هم شول.
له کورونا وېروس د مړینې کچه لا هم بدلېدونکې ده، خو اوسنی اټکل یې یو سلنه ښيي، مګر نیپاه وېروس د اخته کسانو له ډلې له ۴۰ تر ۷۵ سلنې کسان ووژل.
د لېورپول پوهنتون استاد او د کینیا په نایروبي کې د مالدارۍ نړیوالو څېړنو انستیتیوت غړی پوهاند اریک فېور وایي، څېړونکي باید پر هغو سیمو ډېر پام ولري چې د ناروغیو خپرېدو لوی خطر لري.

د عکس سرچینه، NAOMI SIM
د ځنګل څنډو کې فارمونه، د څارویو پېر او پلور مارکېټونه د انسان او ځنګلي ژوو ترمنځ د بېلتون نه بېلېدونکې کرښې دي.
نوموړی وايي، دا ډول اړیکتیايي یا مداخله يي ځایونه پرلپسې څار او د ناعادي څه لیدلو- لکه په یوه مشخص ځای کې ناڅاپي ناروغۍ پیدا کېدو- ته په خپل وخت د ځواب ویلو سیستم ته اړتیا لري.
د پوهاند فېور په خبره، یوازې په اسیا یا افریقا نه بلکې اروپا او امریکا کې ښایي نوې ناروغۍ په کال کې له دریو تر څلور ځلو په انسانانو کې خپرېږي.
متیو بېلس زیاتوي: چې د نوې ناروغۍ تلپاتې څار پرلپسې مهم کېږي. موږ د وباوو خپرېدو ته یو تیار توپان جوړ کړی دی. دا ډول پېښې بیا بیا پېښدلی شي.
د نوموړي په خبره، دا هرڅه له طبیعي نړۍ سره د انسان د چلن له امله پېښېږي، خو اوس مهمه ده ده چې څنګه یې وپېژنو او ځواب ور کړ.
د پوهاند فېور په خبره، د کورونا وېروس اوسنی کړکېچ موږ ډېرو ته پر طبیعي نړۍ د خپل لاسوهلو د اغېز درس را کوي.








