ټرمپ له روغتیا نړیوال سازمان د امریکا اېستلو لپاره ملګرو ملتونو ته لیک ولېږه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د کورونا وبا خپرېدو پسې بیا بیا د روغتیا نړیواله اداره د چین په منګولو کې بللې ده.

د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته د رسمي غوښتنې لېږلو سره ویلي، چې له روغتیا نړیوال سازمان وځي.

امریکا د دې سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی و، خو د کورونا وېروس د وبا پیلېدو سره د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا پر دې اداره نیوکې کړې او د چین په ګرو کې یې بللې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د سې شنبې په ورځ ومنله چې امریکا په لیکلې بڼه ویلي، له روغتیا نړیوال سازمان وځي.

ښاغلي ټرمپ تېره مۍ میاشت کې وویل، باوري دی چې روغتیا نړیوال سازمان د چین په منګولو کې دی او د کورونا وېروس د خپرېدو بهیر کې یې له بېجینګ په ملاتړ سره له امریکا او نړۍ لار ورکه کړه.

ښاغلي ټرمپ له هغه وروسته له دې نړیوالې روغتیايي ادارې د خپل هېواد د اېستلو او نورو ادارو ته یې د هغې د بودېجې ور کولو خبره وکړه.

خو د ملګرو ملتونو له دې ادارې د امریکا د وتلو بهیر یو کال وخت نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوچاریک وايي، امریکا د وړمې ورځې( جولای۶) لیک کې ویلي: "نیت لري چې د لیک له وخت یانې د جولای له شپږمې د راتلونکي(۲۰۲۱) کال د جولای تر شپږمې په روغتیا نړیوال سازمان کې خپل غړیتوب ختم کړي".

وتلي ډیموکراټ سناتور باب مننډز د سې شنبې په ورځ ټوېټ کې ولیکل: کانګرس په داسې مهال له روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د اېستلو لپاره د ټرمپ له پرېکړي رسمي خبرېږي چې نړیواله وباه روانه ده... دا پرېکړه به امریکايي ناروغان پرېږدي او امریکا یوازې کړي.

خو د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي سي بي اېس تلوېزون ته ویلي، واشنګټن د روغتیا نړیوال سازمان کې د سمون لپاره خپل جزیات په مفصل ډول د ملګرو ملتونو دې ادارې ته استولي و، خو دې ادارې د امریکا غوښتنې ونه منلې:

"دا چې دوی زموږ غوښتنو او ډېر اړین سمون ته پام ونه کړ، موږ سر له نن له دې ادارې سره اړیکي پرې کړې".

د جوبایډن غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جو بایډن- چې څلور میاشتې وروسته د سپینې ماڼۍ د واک لپاره له ډونلډ ټرمپ سره سیالۍ ته وځي- د حکومت دې پرېکړې ته په غبرګون کې په ټوېټر کې لیکلي:

"د خپلې ولسمشرۍ په اوله ورځ به امریکا بیا د دې نړیوالې ادارې سره ونښلوم او امریکا به د نړیوالې ټولنې د مشرتابه مقام خپل ځای ته ستنه کړم".

امریکا د کال نږدې څلور سوه میلیون ډالر د روغتیا نړیوال سازمان سره مالي مرسته کوي چې د دې ادارې نږدې ۱۵ سلنه بودیجه جوړوي.

د ۱۹۴۸ کال د قانون له مخې چې د امریکا کانګرس تصویب کړی د دغه هېواد حکومت د خپل لزوم دید له مخې اجازه لري چې له دې نړیوالې روغتيايي ادارې ووځي، خو دا پرېکړه باید له پلي کولو کال مخکې ملګرو ملتونو ته واستوي او دغه موده کې د خپل غړیتوب حق هم ور کړي.

له روغتیايي نړیوالې ادارې د امریکا وتل به د ملګرو ملتونو د دې ادارې راتلونکی به له سخت خطر سره مخ کړي او نړۍ کې به یې د ناروغیو د مقابلې او مخنیوي ډېر پروګرامونه وننګوي.

روغتیا نړیوال سازمان

روغتیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روغتیا نړیوال سازمان د امریکايي چارواکو نیوکې او تورونه بیا بیا رد کړي دي.
  • روغتیا نړیوال سازمان پر ۱۹۴۸ کال جوړ شو. اصلي مرکز یې د سویس جنیوا کې دی او دنده یې هم په نړیواله کچه د روغتیا ښه کول دي.
  • دا اداره ۱۹۴ غړي لري او "د روغتیا کچې لوړول، په نړیواله کچه روغتیايي خوندیتوب ساتل او بې برخې پاړکو ته روغتیايي مرستې رسول" یې اصلي دندې دي.
  • د واکسینونو چارې، بېړنیو روغتیايي پېښو ته غبرګون او د کمزوري روغتیايي سیستم هېوادونو سره مرسته یې مهمې دندې دي.
  • د هېوادونو د غړیتوب حق او داوطلبې مرستیې یې بودیجه برابروي. د هېوادونو د غړیتوب حق هم د هغوی د شتمنۍ له مخې حسابېږي.