روسۍ کلیسا یو کشیش د کورونا وېروس نه منلو له امله شړلی

سیرګي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیرګي ته کلیسا کې د یوې ناڅرګندې څېرې په سترګه کتل کېږي

د روسیې ارتودوکس کلیسا اړوندې یوې محکمې یو کشیش د کورونا وېروس د نه موجودیت له امله شړلی دی.

پلار سیرګي چې اصلي نوم یې نیکولای رومانوف دی، په اورال غرونو کې ییکاتیرینبرګ ته څېرمه پر سریدنورالڅک خانقا واک درلود او هلته یې د کشیشانو د ساتنې لپاره وسله وال کسان هم ګومارلي وو.

محکمې ومونده چې دغه کاهن د خانقا اصول مات کړي دي.

پر سیرګي دا تور هم دی چې د کورونا وېروس د ټولبندیز پرمهال یې د کلیسا دروازو ته قلفونه اچولي وو.

خو نوموړي د کورونا وېروس له امله نه، بلکې د روغتیايي لاملونو له کبله کلیسا تړلې وه.

د نوموړي په مشرۍ په خانقا کې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه هم لګول شوي او د کلیسا اړوندې محکمې له روسي چارواکو په دې اړه د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې ده.

کلیسا هم په دې اړه څېړنه کوي.

د بي بي سي روسي برخې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲ کلونو منځ کې په دې خانقا کې له عیني شاهدانو سره خبرې کړې چې وايي هره ورځ د ماشومانو جسمي او رواني ځورول روان وو.

په خانقا کې د مخکېنیو اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، ماشومان په ډېرو کوچنیو تېروتنو وهل کېدل، د بېلګې په توګه، که سهار وختي به یوې نجلۍ د کچالیو د خلتې وړلو پرمهال پړونی نه درلود یا که به ماشوم له ځنګله ښار ته د چاکلېټ اخیستو لپاره ولاړ، دوی به سزا ورکوله.

ځینو ښځینه راهبانو ویلي، وهل ټکول ورځنۍ چاره ده لکه د اسونو ساتل او یا خوړنځي کې کار کول.

راهب سیرګي د سریدنورالڅک خانقا په جوړېدو کې برخه اخیستې ده چې هلته یې سلګونه ملاتړي خبرو ته ورغلي دي.

روسیې په تېره مارچ میاشت کې د کورونا وېروس له امله کلیساوې وتړلې او تېره میاشت یې بېرته پرانیستې.

پلار سیرګي څوک دی؟

سیرګي پولیسو کې ۱۳ کاله کار کړی خو د غلا او قتل په تور بندي شوی او د ۹۰مې لسیزې وروستیو کې له بنده خوشی شوی دی.

د نوموړي ځینو څرګندونو ډېرې لانجې راپورته کړې، د بېلګې په ډول دا خبره یې چې ګنې دجال به ژر روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه سیال په توګه راڅرګند شي.

نوموړي د کورني تاوتریخوالي ضد قوانینو مخالف و.