کورونا وېروس: روسیه کې یوه ورځ کې لس زره مثبتې پېښې، او د نورې نړۍ حال

د عکس سرچینه، AFP
روسي چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس څه باندې لس نیم زره تازه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي.
د دې وبا پیلېدو راهیسې دا په یوه ورځ کې په روسیه کې د نویو مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.
له دې سره اوس په ټوله روسیه کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر له ۱۳۴ زره کسانو اوښتی دی، چې په نړۍ کې اووم تر ټولو ډېر شمېر دی.
خو د امریکا، ایټالیا او اسپانیا پرتله په روسیه کې له کورونا وېروس د مړو شویو کسانو شمېر لا هم کم دی.
د یکشنبې پر ورځ روسیه کې ۵۸ نور کسان هم د دې وېروس له کبله مړه شول، چې ورسره دې هېواد کې د ټولو مړینو شمېر اوس له ۱۲۰۰ کسانو اوښتی.
پلازمېنه مسکو د روسیې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه ده او هلته روغتیایي خدمات تر سخت فشار لاندې دي.
د نورې نړۍ وروستی حال:

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر اوس درې نیم میلیونو ته نږدې شوی دی.
همدا راز تر دې دمه د ټولې نړۍ په کچه ۲ لکه او ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي، او څه باندې ۷ میلیونه بېرته رغېدلي.
پاکستان کې بيا په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی، ۴ نيم سوه کسان ترې مړه شوي، او نژدې ۵ نيم زره ترې روغ شوي دي.
د مړينو له مخې خيبر پښتونخوا لا هم د نورو صوبو پرتله ډېره ځپل شوې، او ۱۷۲ کسان په کې مړه شوي دي.
ايران کې ولسمشر حسن روحاني ويلي چې له دوشنبې ورځې به یو شمېر ښارونو کې جوماتونه بېرته پرانیزي.
نوموړي ویلي، تر هغه چې د روغتيايي خونديتابه ټول تدبيرونو ته پام کېږي، جوماتونو کې د جمعې لمانځه اجازه به ورکول کېږي.
ولسمشر روحاني زياته کړې، د کاروبارونو پړاويزې بيا پرانيستنې چاره به روانه وي، او سلمانيو او د لوبو مرکزونو ته به هم اجازه وي چې خپلې دروازې پرانيزي.

د عکس سرچینه، EPA
پر همدې مهال اروپا کې جرمني کې تر سختو شرايطو لاندې ديني فعاليتونه پيل شوي دي، او د یکشنبې پر ورځ ځینو ښارونو کې کلیساوې پرانیستل شوې.
جرمني د اروپا له هغو هېوادونو دی، چې په ناروغۍ اخته کېدو کچې ټيټېدو سره بنديزونه ورو ورو نرموي.
د بریتانیا حکومت هم اعلان کړی چې د دې هېواد په روغتونونو کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر خپل اوج ته رسېدلی او تمه کېږي چې له دې وروسته به وضعیت په ښه کېدو شي.
لومړي وزیر بورېس جانسن ژمنه کړې ده چې راتلونکې اوونۍ به د یو شمېر محدودیتونو نرمولو په تړاو خپل هر اړخیز پلان اعلانوي.
بریتانیا کې له کورونا وېروس د مړو شویو کسانو رسمي شمېر له ۲۸ زرو اوښتی، خو اټکل کېږي چې اصل شمېر به له ۳۰ زرو هم لوړ وي. یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۱ کسان له کورونا وېروس مړه شوي.
او د اسپانیا حکومت اعلان کړی دی چې له دوشنبې به په ټولو عامه ترانسپورت ځایونو کې د ماسک اغوښتل لازمي وي.
لومړي وزیر پېډرو سنجز ویلي چې حکومت به د اورګاډو او بسونو تمځایونو کې ۶ میلیونه ماسکونه پر خلکو وېشي.








