کورونا وېروس؛ اروپايي هېوادونو کې بندیزونه په تدریجي ډول کمېږي

د اسپانیا راسلون کې د سره صلیب یو داوطلب مېترو کې ماسکونه وېشي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسپانیا راسلون کې د سره صلیب یو داوطلب مېترو کې ماسکونه وېشي

په اسپانیا کې له دوشنبې ورځې راهیسې ګرځبندیز کمېږي او په عمومي لېږد رالېږد ګاډو کې د ماسک مراعاتول اجباري کېږي. نور اروپايي هېوادونه هم د اسانۍ راواستلو په درشل کې دي، خو ټولنیز واټن مراعاتول پر خپل ځای پاتې دي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچر ویلي، دولت یې شپږ میلیونه ماسکونه د عمومي لېږد رالېږد شبکه کې پر خلکو وېشي او اوه میلیونه نور ماسکونه به ځايي چارواکو ته ورکړي چې پر خلکو یې ووېشي.

په اسپانیا کې بوډاګانو ته له څو ورځني بند وروسته په لومړي ځل بهر ته د ورزش کولو لپاره د وتلو اجازه ورکول کېږي.

تر ۱۴ د ټیټو ماشومانو لپاره اونۍ وړاندې بهر ته د وتلو بندیز سپک شوی و.

اسپانیا کې پر کورونا وېروس ټول ټال ۲۴ زره او ۸۲۴ کسان اخته شوي، خو ورځ په ورځ پرې د اخته کېدونکو کسانو شمېر راټیټېږي.

په اروپا کې تر ټولو ډېر په ایټالیا کې په کورونا ډېر وګړي اخته شوي، چې بریتانیا په دویم او اسپانیا په درېیم کتار کې راځي.

نور اروپايي هېوادونه

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسپانیا کې لومړی ځل بوډاګانو ته بهر ته د ورزش کولو لپاره د وتلو اجازه ورکول کېږي

په نورو اروپايي هېوادونو کې د کورونا له کبله بندیز په سپکېدو دی. ځینو هېوادونو په عمومي لېږد رالېږد ځایونو او پلورنځیو کې د ماسک مراعاتول اجباري کړي دي.

فرانسې ویلي، لاهم هلته ملي بېړنی حالت شته.

په اتریش کې دوه اونۍ مخکې کوچني پلورنځي پرانیستل شوي وو خو اوس ښکاري چې ټول لوی پلورنځي بېرته پرانیستل کېږي.

کورونا
کورنا

په ناروې کې سینماګانې پرانیستل شوې چې په هره سینما کې ۵۰ کسانو ته د فلمونو تماشا کولو اجازه ورکول کېږي.

روسیې ویلي، په دې هېواد کې ټول ټال ۱۲۴ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي چې ۱۲۲۲ ترې مړه شوي دي.

Grand Place Brussels
د عکس تشریح، بروکسل کې، چې د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته