تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ اروپايي هېوادونو کې بندیزونه په تدریجي ډول کمېږي
په اسپانیا کې له دوشنبې ورځې راهیسې ګرځبندیز کمېږي او په عمومي لېږد رالېږد ګاډو کې د ماسک مراعاتول اجباري کېږي. نور اروپايي هېوادونه هم د اسانۍ راواستلو په درشل کې دي، خو ټولنیز واټن مراعاتول پر خپل ځای پاتې دي.
د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچر ویلي، دولت یې شپږ میلیونه ماسکونه د عمومي لېږد رالېږد شبکه کې پر خلکو وېشي او اوه میلیونه نور ماسکونه به ځايي چارواکو ته ورکړي چې پر خلکو یې ووېشي.
په اسپانیا کې بوډاګانو ته له څو ورځني بند وروسته په لومړي ځل بهر ته د ورزش کولو لپاره د وتلو اجازه ورکول کېږي.
تر ۱۴ د ټیټو ماشومانو لپاره اونۍ وړاندې بهر ته د وتلو بندیز سپک شوی و.
اسپانیا کې پر کورونا وېروس ټول ټال ۲۴ زره او ۸۲۴ کسان اخته شوي، خو ورځ په ورځ پرې د اخته کېدونکو کسانو شمېر راټیټېږي.
په اروپا کې تر ټولو ډېر په ایټالیا کې په کورونا ډېر وګړي اخته شوي، چې بریتانیا په دویم او اسپانیا په درېیم کتار کې راځي.
نور اروپايي هېوادونه
په نورو اروپايي هېوادونو کې د کورونا له کبله بندیز په سپکېدو دی. ځینو هېوادونو په عمومي لېږد رالېږد ځایونو او پلورنځیو کې د ماسک مراعاتول اجباري کړي دي.
فرانسې ویلي، لاهم هلته ملي بېړنی حالت شته.
په اتریش کې دوه اونۍ مخکې کوچني پلورنځي پرانیستل شوي وو خو اوس ښکاري چې ټول لوی پلورنځي بېرته پرانیستل کېږي.
په ناروې کې سینماګانې پرانیستل شوې چې په هره سینما کې ۵۰ کسانو ته د فلمونو تماشا کولو اجازه ورکول کېږي.
روسیې ویلي، په دې هېواد کې ټول ټال ۱۲۴ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي چې ۱۲۲۲ ترې مړه شوي دي.