تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتیا نړیوال سازمان کورونا وېروس "نړیواله وبا" اعلان کړه
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کورونا وېروس اوس رسماً یوه "نړیواله وبا" ده. د دې ادارې مشر ډاکټر ټېډروس اډانوم ویلي، په تېرو دوه اونیو کې له چین بهر د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳ برابره لوړ شوی دی.
نوموړي ویلي، پر دې خبره سخت اندېښمن دی چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي.
د نړیوالې وبا اصطلاح د یوې داسې ناروغۍ لپاره کارول کېږي چې پر یو وخت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې رامخې ته شوې وي.
ډاکټر ټېډروس پر حکومتونو غږ کړی چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید بېړنی او زړور عمل وکړي. نوموړي ویلي، ګڼو هېوادونو ثابته کړه چې دا وېروس کنترول کېدلای شي.
په ورته وخت کې د جرمني صدر اعظمې انګلا مرکل ویلي، د هېواد ۷۰ سلنه وګړي یې، چې کابو ۵۸ میلیونه کسان کېږي، په کورونا وېروس اخته کېدلی شي.
مېرمن دا بوږنوونکې وړاندوینه د چارشنبې پر ورځ د عامې روغتیا له وزیر ینس سپا سره یو ځای په یوه خبري ناسته کې وکړه.
اغلې مرکل وویل، تر دې دمه د کورونا وېروس هېڅ کومه درملنه نشته، نو ځکه باید د وېروس د خپرېدو مخنیوي ته پام وشي.
نوموړې وویل چې په روان حالت کې هره شېبه ارزښتناکه ده او باید وخت ضایع نشي.
بل لور ته د برتانیا د روغتیا مرستياله وزیره او د پارلمان محافظه کاره غړې نادین دوریس په کورونا وېروس تر اخته کېدو وروسته پخپل کور کې قرنطین شوې ده.
روغتیايي چارواکو ویلي، اغلې دوریس د پنجشنبې په ورځ د کورونا نښې لرلې، ټیک په هغه ورځ چې د لومړي وزیر د کوربتوب مراسمو کې یې ګډون کړی و.
په برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله شپږ کسان وژل شوي او په دې هېواد کې ۳۸۲ پېښې ثبت شوې دي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته ورسېد.
دې ورځپاڼې په مختلفو ایالتونو کې د کورونا د پراختیا او د خپرېدو د چټکتیا نخچه هم انځور کړې ده.
د دغه هېواد شمال ختیځ کې واشنګټن، سوېل لوېدیځ کې کلیفورنیا او شمال ختیځ کې نیویارک داسې ایالتونه دي چې ډېر خلک پکې کورونا نیولي دي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د امریکا له ۵۰ ایالتونو په ۳۷ ایالتونو کې کورونا خپره شوې ده.
په دې ۳۷ ایالتونو کې پلازمېنه واشنګټن ډي سي هم دی چې د خپلو شاوخوا ښارونو سره د امریکا یو تر ټولو ستر ښار دی.
په ورته مهال د نیویارک والي وايي، دغه ښار په ختیځ کې یوې مېنې یا ښارګوټي کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي ته پوځیان استوي.
ملي ګارډ به د نیو روشېل مېنې په یو نیم کیلومټره مهار یا پېزوان شوې سیمه کې قرنطین شویو ته خواړه رسوي.
والي انډریو کومبو وايي، دغه سیمه امریکا کې د کورونا وېروس د پېښو له پلوه تر ټولو ستره ده.
چین کې دا وېروس اول ځل خپور شو او تر اوسه پکې نژدې ۸۱ زره کسان په دې وېروس اخته شوي چې له امله یې ۳۱۳۶ کسان مړه شوي دي.