سنګاپوري سړي منلې چې امریکا کې د چین جاسوس و

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/AFP
د چین او امریکا ترمنځ د څو ورځو ترینګلتیا په درشل کې، د امریکا یوه محکمه کې یوه سنګاپوري سړي منلې ده، چې د چین لپاره یې جاسوسي کړې ده. امریکايي چارواکو جو وي تورن کړی چې امریکا کې یې د سیاسي سلاکار له مقامه د چین د استخباراتو لپاره د معلوماتو راغونډولو ګټه اخیستې ده.
په ورته وخت کې امریکا وايي، یوه چینايي څېړونکي د چین له پوځ سره خپلې اړیکې پټې ساتلې او ویل کېږي سان فرانسیسکو کې د چین کونسلګرۍ ته یې پنا وړې او نیول شوی دی.
د جمعې په ورځ (جولای۲۴مه) د ټکساس هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ د بندولو غبرګون کې چین وویل، چنګډو ښار کې به د امریکا کونسلګري وتړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، ټکساس کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر ځکه شوی، چې په وینا یې هلته د امریکا اړوند علمي او ټیکنالوجۍ اړوند معلومات غلا شوي دي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ونګ ونبین د امریکا دا ګام "د چین پر وړاندې له دروغو او ګډوډیو ډکه پرېکړه" بللې ده.
د جمعې پر ماښام په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ د تړل کېدو لپاره د واشنګټن ۷۲ ساعته ضرب الاجل پای ته ورسېد او بیا د امریکا یو افسر د کونسلګرۍ دروازه کې لیدل شوی دی.
پر یو شمېر مهمو مسایلو د چین او امریکا تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
ډونلډ ټرمپ حکومت د سوداګرۍ، کورونا وېروس او دغه راز په هانګ کانګ کې د نویو امنیتي قوانینو تطبیق موضوعاتو پر سر څو ځله له بیجینګ سره په ناندریو کې ښکېل شوی.
چین د امریکايي کونسلګرۍ تړلو پرېکړه د دغه هېواد په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د لهجې له لا سختېدو څو ساعتونه وروسته وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي پومپیو چې د پخواني ولسمشر ریچارډ نکسن په کتابتون کې خبرې کولې، وویل د ۱۹۷۲ کال له سفر وروسته یې د چین او امریکا اړیکي د ښه والي لور ته لاړل.
نوموړي وویل: "چین اوس په کور دننه د لا زیات استبداد پر لور ځي او هر چېرې یې د ازادۍ پر وړاندې رویه یرغلګرانه ده. ازاده نړۍ باید پر دغه نوي استبداد غلبه وکړي."
د چین بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکايي کونسلګرۍ تړل 'د امریکا اقداماتو ته مشروع او اړین غبرګون ' بولي او وايي:
''د چین او امریکا ترمنځ اوسنی وضعیت داسې څه دی، چې چین یې لیدل نه غواړي او ټول مسئولیت یې د امریکا پر غاړه دی."








