د امریکا فدرال ځواکونه هیوسټن کې د چین کونسلګرۍ ته ننوتلي

د جمعې په ورځ د ټرمپ له خوا د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو ۷۲ ساعته ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د جمعې په ورځ د ټرمپ له خوا د امریکا د کونسلګرۍ د تړلو ۷۲ ساعته ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی

وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین کونسلګرۍ تړلو امر وکړ، د امریکا فدرالي ځواکونه د ټکساس ایالت هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.

رپوټونه وايي، فدرال ځواکونه د کونسلګرۍ له شاتنۍ دروازې ودانۍ ته ننوتلي دي.

چینايي چارواکو په سویل لویدیځ چينګدو ښار کې د امریکا کونسلګرۍ تړلو امر کړی دی. چین دا اقدام له امریکا سره د اړیکو له خړپړتیا وروسته کړی. چینايي چارواکو ویلي دا د امریکا هغه اقدام ته چې روانه اونۍ یې په هوسټن کې د چینايي کونسلګرۍ تړلو امر وکړ 'اړین غبرګون دی '.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي و، د چین کونسلګرۍ تړلو پرېکړه د چین له لوري د علمي معلوماتو غلا ته په کتو سره شوې.

پر یو شمېر مهمو مسایلو د چین او امریکا تر منځ تاو تریخوالی ډېر شوی دی.

ډونلډ ټرمپ حکومت د سوداګرۍ، کورونا وېروس او دغه راز په هانګ کانګ کې د نویو امنیتي قوانینو تطبیق موضوعاتو پر سر څو ځله له بیجینګ سره په ناندریو کې ښکېل شوی.

چین د امریکايي کونسلګرۍ تړلو پرېکړه د دغه هېواد په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د لهجې له لا سختېدو څو ساعتونه وروسته وکړه.

چینګدو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په چینګدو کې د امریکا کونسلګرۍ ودانۍ

ښاغلي پومپیو د پخواني ولسمشر ریچارډ نکسن په کتابتون کې خبرې کولې، چې د ۱۹۷۲ کال له سفر وروسته یې د چین او امریکا اړیکي د ښه والي لور ته لاړل.

نوموړي وویل: ''چین اوس په کور دننه د لا زیات استبداد پر لور ځي او هر چېرې یې د ازادۍ پر وړاندې رویه یرغلګرانه ده. ازاده نړۍ باید پر دغه نوي استبداد غلبه وکړي. ''

د چین بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکايي کونسلګرۍ تړل 'د امریکا اقداماتو ته مشروع او اړین غبرګون ' بولي او وايي:

''د چین او امریکا تر منځ اوسنی وضعیت داسې څه دی، چې چین یې لیدل نه غواړي او ټول مسوولیت یې د امریکا پر غاړه دی. ''

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ایډیټر په وینا چین تر دوشنبې پورې امریکا ته وخت ورکړی چې دغه کونسلګرۍ وتړي.

شي او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین او امریکا تر منځ دا وروستیو کې اړیکي خړ پړ شوي دي

دغه دیپلوماتیک ماموریت په ۱۹۸۵ کې پرانیستل شوی او ۲۰۰ کارکوونکي لري.

د ۱۵۰ ځايي کارکوونکو اهمیت یې له دې کبله زیات بلل کېږي چې امریکا ته له همدې لارې د داخلي خپلواکې تبت سیمې معلومات ترلاسه کېږي، چې د خپلواکۍ لپاره یو اوږد مهاله کمپاین پکې روان دی.

چینګدو سیمه د پراخیدونکي صنعت او خدماتي سیکتور له کبله هم امریکا ته مهمه ده، ځکه د کرنیزو تولیداتو، ګاډو او ماشین الاتو د صادراتو زمینه هم پکې برابره ده.