د امریکا فدرال ځواکونه هیوسټن کې د چین کونسلګرۍ ته ننوتلي

وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین کونسلګرۍ تړلو امر وکړ، د امریکا فدرالي ځواکونه د ټکساس ایالت هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.

رپوټونه وايي، فدرال ځواکونه د کونسلګرۍ له شاتنۍ دروازې ودانۍ ته ننوتلي دي.

چینايي چارواکو په سویل لویدیځ چينګدو ښار کې د امریکا کونسلګرۍ تړلو امر کړی دی. چین دا اقدام له امریکا سره د اړیکو له خړپړتیا وروسته کړی. چینايي چارواکو ویلي دا د امریکا هغه اقدام ته چې روانه اونۍ یې په هوسټن کې د چینايي کونسلګرۍ تړلو امر وکړ 'اړین غبرګون دی '.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي و، د چین کونسلګرۍ تړلو پرېکړه د چین له لوري د علمي معلوماتو غلا ته په کتو سره شوې.

پر یو شمېر مهمو مسایلو د چین او امریکا تر منځ تاو تریخوالی ډېر شوی دی.

ډونلډ ټرمپ حکومت د سوداګرۍ، کورونا وېروس او دغه راز په هانګ کانګ کې د نویو امنیتي قوانینو تطبیق موضوعاتو پر سر څو ځله له بیجینګ سره په ناندریو کې ښکېل شوی.

چین د امریکايي کونسلګرۍ تړلو پرېکړه د دغه هېواد په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د لهجې له لا سختېدو څو ساعتونه وروسته وکړه.

ښاغلي پومپیو د پخواني ولسمشر ریچارډ نکسن په کتابتون کې خبرې کولې، چې د ۱۹۷۲ کال له سفر وروسته یې د چین او امریکا اړیکي د ښه والي لور ته لاړل.

نوموړي وویل: ''چین اوس په کور دننه د لا زیات استبداد پر لور ځي او هر چېرې یې د ازادۍ پر وړاندې رویه یرغلګرانه ده. ازاده نړۍ باید پر دغه نوي استبداد غلبه وکړي. ''

د چین بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکايي کونسلګرۍ تړل 'د امریکا اقداماتو ته مشروع او اړین غبرګون ' بولي او وايي:

''د چین او امریکا تر منځ اوسنی وضعیت داسې څه دی، چې چین یې لیدل نه غواړي او ټول مسوولیت یې د امریکا پر غاړه دی. ''

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ایډیټر په وینا چین تر دوشنبې پورې امریکا ته وخت ورکړی چې دغه کونسلګرۍ وتړي.

دغه دیپلوماتیک ماموریت په ۱۹۸۵ کې پرانیستل شوی او ۲۰۰ کارکوونکي لري.

د ۱۵۰ ځايي کارکوونکو اهمیت یې له دې کبله زیات بلل کېږي چې امریکا ته له همدې لارې د داخلي خپلواکې تبت سیمې معلومات ترلاسه کېږي، چې د خپلواکۍ لپاره یو اوږد مهاله کمپاین پکې روان دی.

چینګدو سیمه د پراخیدونکي صنعت او خدماتي سیکتور له کبله هم امریکا ته مهمه ده، ځکه د کرنیزو تولیداتو، ګاډو او ماشین الاتو د صادراتو زمینه هم پکې برابره ده.