ټېکټاک څنګه د امریکا او چین په جګړه کې راګېر شو؟

- Author, جو ټېډي
- دنده, سایبر خبریال
د نڅا او کومیډي دود په ډېرېدو، ټیکټاک د ځوانانو منځ کې پر یوه پدیده بدل شوی دی.
دا چې له چین سره یې قوي تړاو دی، دا وروستی شرکت دی چې د چین او امریکا د ولسمشرانو شي جین پینګ او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د ترینګلتیا له ډېرېدو سره د برید ښکار ګرځي.
امریکا او اسټرالیا پر دغه اپلیکېشن (کاریال) د بندیز لګولو په غور کې دي او هند لا له وړاندې له اپ سټور ایسته کړی دی.
ټیکټاک څه شی دی؟
ټیکتاک د یوټیوب په بڼه یو وړیا کوچنی کاریال دی. کارن یې تر یوې دقیقې وېډیوګانې پرې خپرولی شي او له ډېرو زیاتو چاڼ سندرو یې غوره کولی شي.
تفریحي وېډیوګانې او د فلمونو ځینې صحنې یې تر ډېره د لیدونکو پر شونډو موسکا راولي.
کله چې یو کارن تر ۱۰۰۰ ډېر مینه وال ولري، خپلو مینه والو ته په ژوندۍ بڼه وېډیوګانې هم خپرولی شي او داسې ډیجیټلي ډالۍ ترلاسه کوي چې پر پیسو بدلېدلی شي.
ټیکټاک د هغو خلکو وېډیويي کلېپونه هم ښيي چې د کارن مینه وال وي، چې کاریال یې د هغوی د مخکینۍ مشاهدې پر بنسټ غوره کوي.
د کارنو ترمنځ شخصي پیغامونه هم لېږل کېدای شي.
څومره لوی دی؟
د ۲۰۱۹ کال له لومړیو راهیسې، دا کاریال د ډونلوډ (رالېښلو) د چارت کابو لوړې څوکې ته ختلی دی.
کورونا وبا او ټولبندیز هم د ټیکټاک او ورسره اړوند Douyin کاریال د مینه والو د ډېروالي لامل ګرځېدلی چې دا وروستی چین کې دي.
د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې کابو ۸۰۰ میلیون فعال کارن لري او نژدې دوه میلیارد ځله ډاونلوډ شوي دي.
دا کاریال تر ډېره په هند کې زیات ډاونلوډ شوی، خو د نوي ډیلي د بندیز معنا دا ده چې اوسمهال چین تر امریکا په بازار کې لومړی ځای خپل کړی دی.
له چین سره د ټیکټاک تړاو څه دی؟
ټیکټاک په درېیو بېلابېلو کاریالونو پیل شوی دی.
لومړی یې په ۲۹۱۴ کال پیل شوی د Musical.ly په نوم امریکایی کاریال و، چې په ۲۰۱۶ کال د چین د ټیکنالوجۍ لوی شرکت بایټډانس (ByteDance) په چین کې دې ته ورته (Douyin) کاریال جوړ کړ.
بایټډانس په نړیواله کچه په بېل نوم - ټیکټاک- په نړیواله کچه پراخ شو.
په ۲۰۱۸ کې بایټډانس Musical وپېره او د ټیکټاک یوه برخه یې وګرځاوه.
بایټډانس هڅه وکړه چې خپل کاریالونه د چین له ملکیت وباسي او د ډیزني شرکت مخکېنی اجرایوي مشر کېون مېیر یې د ټیکټاک شرکت اجرایوي مشر وټاکه.
ټیکټاک څومره ډېټا (معلومات) راغونډوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ټیکټاک له خپلو کارنو ډېر زیات معلومات راغونډوي، چې دا لاندې پکې شامل دي:
- هغه وېډیوګانې چې کتل شوې او تبصرې پرې شوې
- د ځای په اړه معلومات
- د ټیلیفون ماډل او کارېدلی چلیځ سیستم
- کله چې خلک یوڅه لیکي، د کیلیو غږ
د کاریال د معلوماتو راغونډولو اندېښنې وپارلې، لکه وروستۍ افشاګري چې د کارنو د کلیپ بورډ معلوماتو لوستلو پرمهال کاپي کېږي او بل ځای پېسټ (سرېښل) کېږي.
خو دا هم وموندل شول چې د ریډیف، لینکډېن، نیویارک ټایمز او بي بي سي نیوز کاریالونونو د لسګونو قضیو په باب هم دا خبره کېده او داسې نه انګېرل کېده چې ګنې کوم ناعادلانه څیز دې روان وي.
د ټیکټاک عمومي ټولګه د فېسبوک په څېر د معلوماتو له وږیو خواله رسنیو سره پرتله کېدای شي، د برتانیا د معلوماتو د کمېشنر دفتر - چې د محرمیت څار دنده لري- دا مهال د کاریال په اړه څېړنه کوي.
ایا چین د ټیکټاک په کارولو د خلکو جاسوسي کولی شي؟

د عکس سرچینه، Bytedance
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ادعا کړې چې د ټیکټاک کارن خپل معلومات د "چین کمونېستي ګوند" لاس ته په خطر کې اچوي.
ټیکټاک څو ځله ټینګار کړی چې د کارنو معلومات له چین بهر زېرمه او ساتل کېږي.
د اروپا، منځني ختیځ او افریقا لپاره د ټیکټاک د عامې تګلارې مشر تیو بیرټرام بي بي سي ته وویل: "دا وړاندیز چې ګنې پر موږ د چین د حکومت واک دی، بشپړ دروغ خبره ده."
د واوې Huawei په څېر، د ټیکټاک په اړه داسې انګېرل کېږي چې ګنې د چین حکومت د خپلو کورنیو قوانینو له مخې بایټډانس شرکت اړ دی چې معلومات بهرنیو کارنو ته ورکړي.
په ۲۰۱۷ کال په چین کې د ملي امنیت قانون هر وګړی او سازمان اړ کړل چې د قانون له مخې، "د دولت د استخباراتي فعالیت ملاتړ او همکاري وکړي".
خو ښاغلي بیرټرام وویل، که د چین حکومت له ټیکټاک سره اړیکه ونیسي "موږ به کاملاً د هر ډول معلوماتو تر لاسه کولو وړاندیز ته (نه) ووایو."
خو بایټډانس د کمونېست ګوند د نارضایتۍ پایلو ته هم پام کوي.
د ساوت چینا مارنېنګ پوسټ د رپوټ له مخې، د Toutiao په نوم یو بل خبري کاریال په ۲۰۱۷ کال د ۲۴ ګړیو لپاره وروسته تر هغه افلاین شوی و، چې د بیجېنګ انټرنېټي معلوماتو دفتر وویل "لوڅ او نااخلاقي" شیان یې خپاره کړي دي.
ټیکټاک د چین د تبلیغاتو لپاره کارېدلی شي؟
بله اندېښنه چاڼ یا سانسورول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چین په نړۍ کې د انټرنېټ تر ټولو ډېره مقیده ساحه لري، چې د خپلو وګړو پر انټرنېټ پوره واک لري.
تېر کال، ګارډین ورځپانې وویل، د ټیکټاک کارن او اتومات سیستمونه اړ ایستل شول چې له سیاسي پلوه د حساسو معلوماتو په تړاو قوانین عملي کړي. په تیانانمن څلورلاره کې د لاریونیانو وېډیوګانې او د تبت د خپلواکۍ غوښتنې هغه توکي دي چې ویل کېږي چین کې یې پر خپرېدو بندیز لګول شوی او ییا محدود شوي دي.
د واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې - چې د ټیکټاک له شپږو پخوانیو کارمنو سره پرې غږېدلی- راغلي چې په چین کې د څارونکو خبره وروستۍ پرېکړه ده چې کومې وېډیوګانې باید خپرې شي.
بایټډانس شرکت ویلي، یادې شوې لارښوونې له هماغه وخت راهیسې ناګاره ګڼل شوې وي.
خو ځینې باوري دي چې ښايي د څار کلتور یې لاهم د چین د دولت په ګټه وي.










