تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې نجلۍ له کورنۍ بهر یوازې اوسېدلی شي؟
د سعودي عربستان پر خواله رسنیو د #قضاء_تغیب_ختموي_تغیب_څه_دی؟ هشټګ ډېر لاس په لاس شوی، ایا سعودۍ ښځې له کورنۍ بهر یوازې اوسېدلی شي؟
په سعودي عربستان کې د ښځو سرپرستان یا پلرونه امنیتي چارواکو ته له کوره د هغوی د لور د غیاب یا ترۍ تم کېدو په صورت کې د غیابېدو (ترۍ تم) کېدو په اړه خبر ورکوي چې په عامه توګه "تغیب" ورته وايي.
ضرور نه ده چې د نجلۍ ناسوبتیا یا غایبېدل دې د ورکېدو په معنا وي، بلکې په هغه صورت کې هم تغیب ورته ویل کېږي چې ځای یې معلوم وي، لکه پخپله پرېکړه بل ځای یوازې اوسېدل.
ځینې وخت له کورنۍ جلا د دوی یوازې اوسېدل د هغوی د توقیف کېدو یا "پالنځي" کې د اوسېدو لامل ګرځي. په دې پالنځیو کې چې دوی یې "اصلاحي بنسټونه" بولي، هغه ښځې ساتل کېږي چې نسبتاً له کورنۍ سرکشې وي.
د سې شنبې په ورځ د سعودي یوې محکمې د یوې نجلۍ پرضد د تغیب هغه ادعا رد کړه چې له کوره څو ځلې ریاض ته د کورنۍ له اجازې پرته تلې وه.
محکمې وویل ددې ښځې کړنه"داسې جرم نه دی چې باید له امله یې هغې ته سزا ورکړل شي"، بلکې هغې پخپله خوښه جلا اوسېدل غوره کړي؛ ځکه چې دا "عاقله او بالغه ده او د خپلې خوښې د اوسېدو انتخاب لرلی شي".
ځینو د محکمې دا پرېکړه ستایلې ده او دا یې "د ښځو حق کې بریا" او د دوی د حقونو ترلاسه کولو یو ښه ګام بللی دی.
وکیل عبدالرحمن اللاحم، چې دا قضیه یې څارله، وویل: "د ښځو زړه بوږنوونکې کیسې پکې ختمېږي".
خو ځینو بیا یوې ناواده نجلۍ ته له کورنۍ جلا اوسېدل د سعودي له دود خلاف او "له اخلاقي ارزښتونو" سرغړونه بللې ده.
"د شخصي احوالو له سیستم سره ټکر"
ځینې حقوقپوهان پر دې اند دي چې د محکمې دا حکم د ښځې د مدني حالت اړوند سیستم له بنسټ سره په ټکر کې دی. دا حکم د ۲۰۱۹ کال جولای پر ۳مه د سعودي وزیرانو شورا هم تایید کړی دی.
د شخصي احوالو قانون هغه ماده هم بدله شوې ده چې وايي: "د کمعمره نجلۍ د استوګنې ځای د هغې د پلار یا سرپرست کور دی."
د سعودي د قانون له مخې، یوویشت کلنۍ ته د نجلۍ رسېدل د هغې د بلوغ یا هوښیارېدو عمر ګڼل کېږي.