سعودي کې له دې وروسته ښځې او نارینه ګډ رسټورانټونو ته تللی شي

سعودي عربستان اعلان کړی چې له دې وروسته به په دغه هېواد کې رسټورانټونه د نارینه او ښځو لپاره جلا دروازې نه لري.

له دې وړاندې په دغه هېواد کې مېرمنې او نارینه اړ و چې له جلا دروازو عامه خوړنځیو ته ننوځي.

له دې اعلان سره سملاسي ځینو چایخونو، رسټورانټونو او نورو عمومي ځایونو دا کار عملا پيل کړی دی او ټول خلک له یوې دروازې ور ننوتلی شي.

له دې وړاندې به له محرم پرته ښځو او نارینه وو ته اجازه نه وه چې په عامه خوړنځیو کې سره خواله وکړي او د دې هېواد (د کړ مه کړ) یا "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" ادارې به یې مخه نیوله

په ورستیو کلونو کې په دغه هېواد کې ځینې بدلونونه له سختو غبرګونونو سره مخ دي.

سږ کال سعودي ښځو ته اجازه ورکړه چې له محرم پرته بهر ته سفر وکړي. ورسره د دې هېوا پاچا سلمان تېر کال پر ښځو د موټر چلولو بندیز لیرې کولو فرمان صادر کړ.

له دې سره بیا هم ځینې فعالان شکایت کوي چې لا هم ځینې قانونونه شته چې له ښځو سره پرې توپيري چلند کیږي. په دې برخه کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې بندیانې شوې هم دي.

تېره ورځ (یکشنبه، لیندۍ ۱۷/ډسمبر ۸) د سعودي د ښار او کلیوالو چارو وزارت ویلي، له دې وروسته به خوړنځي اړ نه وي چې د نارینه او ښځو لپاره جلا دروازې وکاروي او نارینه یا سوداګر پخپله خوښه دا کار کولی شي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد شو، د سعودي دودیزه ټولنه کې یې نوي بدلونه رامنځ ته کړل.

که څه هم د ده بدلونونه په نړیواله ټولنه کې ځینو ستایلي، خو یو شمېر کسانو ورته سخت غبرګون ښودلی.

د نوي ولیعهد په راتګ سره د ده یو شمېر مخالفان زندانونو ته واچو شول، ځینې عالمان او د ښځو د حقونو فعالان بندي شول.

د سعودي عربستان د دولت له جوړېدا راهیسې چې مشهور وهابي مذهب پکې دود دی، په ځینو برخو کې د شریعت له مخې ډېره سختي کوي.

په ۱۹۷۹ کال د سخت دریځو له خوا د پاڅون په لړ کې شرعي قوانین لاپسې سخت کړل شول.

په دې سره منځني ختیځ کې سعودي عربستان د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت له اړخه تر ټولو د ډېر توپیري چلند هېواد شو.

د سعودي نظام کې د نارینه وو پر مشرۍ سختې نیوکې کېږي، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په دې کار سره" ښځو ته قوانین سخت کړل شوي او د خپلو حقونو په اړه پرېکړې نه شي کولای. "

د سعودي قضايي نظام کې د ښځو ضد ښکاره توپیري چلند ښکاري.

په دې هېواد کې د - ځینو نورو هېوادونو په شان د اسلامي شریعت په رڼا کې د یوه نارینه ګواهي د دوو ښځو له ګواهۍ سره برابره ده.

له طلاق وروسته ښځو ته ګرانه ده چې نارینه اوه کلن او ښځینه نهه کلنې لوڼې وپالي او روزنه یې وکړي.

خو که ښځه نامسلمانه وي، بیا نو خبره ډېره ورته ګرانېږي، په تېره بیا هغه چې ناسعودۍ په سعودي کې اوسېږي.

خو سعودي کې د ښځو اړوند ځینو چارو کې د اټکل خلاف ډېر قیودات نشته. په ۲۰۱۵ کال ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړل شو.

تر ۱۵ کلنۍ پورې د نجونو او اولادونو زدکړه لازمي شوه او له پوهنتونونو د فارغېدونکو نجونو شمېر تر نارینه وو ډېر شوی. په سعودي کې ښځې د کاري ځواک ۱۶ سلنه جوړوي.