د ۲۰۲۳کال کرېکټ نړیوال جام پلازمېنې کابل ته وړل شوی

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د ۲۰۲۳ کال د نارینه‌ وو کرېکټ نړیوال جام افغان پلازمېنې کابل ته وړل شوی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ په کابل هوايي ډګر کې د هرکلي مراسم ورته جوړ کړي وو.

په عکسونو کې ښکاري چې د دې ادارې اجراييوي مشر نصیب خان له څو نورو همکارانو سره جام په لاس له الوتکې راکوزېږي. ګڼ ماشومان او زلموټي ګل‌ګېډۍ په لاس د دغه کپ یا ټرافۍ تر څنګ ولاړ دي.

دا دود دی چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو نړیوال جام د ځینو نورو هېوادونو په شمول د هرې ګډونوالې لوبډلې هېواد ته وړل کېږي.

دا هم په دغو سیالیو کې د افغانستان د ګډون درېیم ځل دی او هم دغه هېواد ته د دې لوبو د کپ یا ټرافۍ وړلو.

کرېکټ بورډ دوه میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي وو، دغه هېواد ته د نړیوالو کرېکټ لوبو جام وړل به "نړۍ ته مثبت انځور وړاندې کړي او کرېکټ سره به د افغانانو شوق او علاقه لا ډېره کړي"

ټاکل شوې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو لوبو کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د راروانې اکتوبر میاشتې پر ۵مه نېټه پیل شي.

د دغو لوبو کوربه توب هند کوي او د دغه هېواد په شمول لس لوبډلې؛ افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، نیوزیلنډ، نیدرلېنډز، جنوبي افریقا او شري لنکا ګډون پکې کوي.

"له څرمنې جوړ جام"

تر دې وړاندې چې د نړیوالو لوبو "اصلي جام" کابل ته ورسېږي، هرکلي ته یې یوه افغان ځوان شرف نایب له څرمنې ورته کپ جوړ کړی دی.

د دغه "څرمنین جام" عکسونه پر خوله رسنیو ګڼو کسانو لاس په لاس کړي دي او د هغه "هنر" یې ستایلی دی.

ښاغلي نایب په دې اړه بي بي سي پښتو ته وویل،‌ "زه چې خبر شوم د نړیوال جام ټرافي افغانستان ته راوړل کېږي‌ او نن هغه ده له نیکه مرغه راورسېدله، نو د هغې د ښه راغلاست او د خپلې لوبډلې د هڅولو لپاره مې له څرمنې هماغسې جام جوړ کړ."

دی خپه دی چې افغان لوبډله په اسیا جام کې له "مخکې تګه" پاتې شوه خو وايي، "دعا کوم چې نړیوال جام کې ښې لوبې وکړي او وطن ته بریاوې راوړي."

د یادولو ده چې د یو ورځنیو کرېکټ لوبو نړیوال جام په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کې هم افغانستان ته لېږدول شوی و.

ښاغلي نایب په ۲۰۱۹ کې هم د نړیوال جام هرکلي ته ورته "جامونه" جوړ کړي وو.

دا له ۱۹۷۵ راهیسې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو ۱۳م نړیوال جام او د افغان لوبډلې پکې د ګډون درېیم ځل دی.

هند د سږنیو لوبو لپاره په بېلابېلو ایالتونو کې مختلف لوبغالي ځانګړي کړي دي.

د آی سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې لومړۍ لوبه به د اکتوبر پر ۵مه نېټه د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ د حیدراباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې وشي. ټاکل شوې پایلوبه د نومبر پر ۱۹مه په همدغه لوبغالي کې تر سره شي.

د ماتو فشار او د افغانانو هیلې

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره د اکتوبر پر اوومه په ډيلي کې وکړي.

دا چې افغان لوبډله به په سږنیو سیالیو کې څنګه وځلېږي، مالومه به شي خو د تېر ۲۰۱۹ جام لوبو کې یې یوه لوبه هم نه وه ګټلې او دا ځل هم د ماتو له فشار سره ورروانه ده.

اسیا جام کې ښه ونه ځلېده، پاکستان سره سیریز یې هم درې واړه لوبې بایلود او شري لنکا سره لوبې یې هم د پام وړ ښې نه وې.

خو د شرف نایب په څېر ګڼ افغانان هیله من دي چې افغان لوبډله به د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام کې ښه ولوبېږي.

دی وايي، "اوس خو دا جام د مېلمه په توګه د یو دوو ورځو په سفر راغلی خو انشاالله زموږ لوبغاړي به یوه ورځ د خپلو مټو په زور دا ټرافي ګټي او افغانستان ته به یې راوړي."