کورونا وېروس: بالاخره ډونلډ ټرمپ هم د خلکو منځ کې ‌ماسک وتاړه

امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۶۶۵۲۸ تازه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. دا په ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شویو مثبتو پېښو نوی رېکارډ دی. په ټوله امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۲ لکو اوښتی دی.

په لوېزیانا ایالت کې وضعیت دومره خراب شوی چې اوس خلکو ته سرپټو ځایونو کې هم د ماسک کارولو سپارښتنه شوې ده. د دې ایالت والي جان بېل اېډورډز د ټولو شرابخونو د تړلو امر کړی.

خو په فلورېډا ایالت کې د مثبتو پېښو ډېرېدو سره سره هلته د والټ ډېزني په نامه مشهور تفریح ځای پرانیستل شوی دی. ګڼو کسانو د چارواکو پر دې پرېکړه نیوکې کړې دي.

په ورته وخت کې د ځینو کلیساو مشرانو خپلو پادریانو ته سپارښتنه کړې ده چې د عبادت په ساعتونو کې له خلکو سره د لیدو پر مهال دې ماسک وکاروي

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله امریکا کې یو لک او ۳۵ زره کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ بلاخره ماسک وتاړه:

بل لور ته د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د خلکو په منځ ماسک کارولی.

هغه د شنبې په ورځ واشنګټن ته نږدې د والټر ریډ نظامي روغتون ته تللی و او د جګړې د ټپیانو، طبي پرسونل سره د لیدلو پرمهال یې تور ماسک تړلی و.

نوموړي وویل: "ما هېڅکله د ماسک له تړلو سره مخالفت نه لاره، خو باید په یوه مناسب ځای کې ترې ګټه واخېستل شي."

هغه مخکې ویلي و چې ماسک نه کاروي؛ ځکه په منظم ډول یې معاینه روانه ده او ان د ماسک کارولو په اړه یې پر خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم ملنډې وهلې وې.

خو هغه د شنبې په ورځ ویلي و: "که په روغتون یا په ځانګړي ډول په خاص چاپېریال کې یاست چې هلته ډېر ناروغان او روغتیا پالان اوړي را اوړي، د ماسک کارول ډېر اړین دي."

هغه تېره اونۍ د فاکس له مالي برخې سره په مرکه کې ویلي و"زه په ټولیز ډول د ماسک له کارولو سره همغږی یم." او ان دا چې د ماسک له امله یې د سړي هغه بدله شوې څېره هم ښه اېسیږي.

کله چې'CDC' یا د امریکا د ناروغیو کنټرول مرکز په عامه ځایونو کې د دې وېروس د خپرېدو د مخنیوي په پار د ماسک د کارولو سپارښتنه کړې وه، ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته ویلي و چې هغه به دا سپارښتنه پر ځان پلې نه کړي.

نوموړي ویلي و: "فکر نه کوم چې زه دې ماسک وکاروم. دا نشم کولی چې د ولسمشرانو، صدر اعظمانو، وزیرانو، پاچایانو او ملکو د هرکلي لپاره دې زه له ماسک سره راښکاره شم."

ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د ډونلډ ټرمپ همکارانو له نوموړي په کراتو غوښتي و چې په عامه ځایونو کې دې ماسک وکاروي.

د شنبې په ورځ د امریکا د سوېل ایالت لویزیانیا والي هم په عامه ځایونو کې پر خلکو د ماسک تړل اجباري وګرځول.

اوس د امریکا په ۲۰ ایالتونو کې پر خلکو د ماسک تړل جبري شوي دي.