جو بایډن: د متوسط قشر یو سړی، چې سپینې ماڼۍ ته روان دی

د امریکا د مخکیني ولسمشر مرستیال جوبایډن د رایو له څو ورځو شمېر وروسته بالاخره د شنبې په مازدیګر د امریکا متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی وبلل شو. سږ کال نوموړی دریم ځل د دیموکرات ګوند د کاندید په توګه د ټاکنو سیالیو ډګر ته ووت.

دا ځل نوموړی د دیموکرات ګوند په کاندیدانو کې تر ټولو ډېر پلویان درلودل. ۷۷ کلن جوبایډن که څه هم د ایووا او نیو همپشایر په مقدماتي رایو کې ډېر و نه ځلېد، خو وروسته په تدریجي ډول یو په بل پسې بریاوې خپلې کړې او بریا ته ورسېد.

دی د مخکیني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و، او اوس د دیموکرات ګوند له خوا رسماً د نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند وټاکل شو.

که یو لور ته مخکیني ولسمشر اوباما د نوموړي په هکله ویلي 'دی تر ټولو غوره مرستیال ولسمشر و، چې امریکا درلودلی '، نو د ښاغلي بایډن د تېرو څلورو لسیزو پر سیاسي فعالیتونو نیوکې هم شوې.

د هغه د ملاتړو له نظر بایډن د بهرنۍ پالیسۍ یو تجربه لرونکی شخص دی چې په واشنګټن کې د څو لسیزو کاري تجربه لري.

ددوی له نظره بایډن یو نرم ژبی وینا وال دی چې د عادي خلکو زړونو ته په اسانۍ لار موندلی شي او داسې یو څوک دې د شخصي ژوند په اوږدو کې له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی.

خو د هغه د منتقدینو له نظره دی یو مالوم الحاله څېره ده چې شرموونکې تېروتنې کوي.

د اوباما حکومت پر مهال په سپینه ماڼۍ کې د جوبایډن اته کلن شتون هغه ته زمینه برابره کړه، چې د هغې دورې په لاسته راوړنو کې د ونډې درلودلو ادعا وکړي. عامې روغتیا طرح او د مالي او اقتصادي نظام اصلاحات هغه څه دي چې هغې دورې ته منسوب بلل کېږي.

دغه راز له ښاغلي اوباما سره د درناوي او ستاینې پر بنسټ ولاړ اړیکي، چې څو ځله یې ورور بللی، احتمالاً د تور پوستو امریکايي رایې ورکوونکو لپاره د نوموړي د محبوبیت لامل شول.

په تیزۍ خبرې کوونکی:

جو بایډن په ډلاوئیر ایالت کې ۱۹۷۲ کال کې د سیاست ډګر ته ووت او لومړۍ بریا یې د سنا مجلس په ټاکنو کې ترلاسه کړه. هغه مهال یې د خورا لږ رایو په توپير د جمهوریت پال ګوند کاندید ته داسې ماتې ورکړه، چې تمه یې نه کېده.

د ولسمشرۍ لپاره د هغه لومړنی کمپاین بیا ۳۳ کاله وړاندې ۱۹۸۷ کال ته ورګرځي.

دی ګنې ځانګړتیاوې لري، مثلاً کولی شي چې رایه ورکوونکي ور جذب کړي، خو داسې هم کولی شي چې په یوه خبره خلک خواشیني کړي او تباهي رامنځته کړي.

خلکو ته له وینا د ډډې کولو له امله د هغه د ولسمشریزو منډو تر ړو لومړۍ غونډه له پيله وړاندې پای ته ورسېدله.

هغه د سږنیو ټاکنیزو سیالیو لومړي وینا کې وویل:

" زما مشرانو د پنسلونیا په شمال ختیځ کې د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کړی". بایډن غوسه ځکه و چې هغوی ته هیڅکله هغه فرصتونه نه و ورکړل شوي چې هغوی یې وړ و.

خو حقیقت دا دی چې د هغه هیڅ مشر د ډبرو سکرو په کان کې کار نه و کړی. دا او څو نورې خبرې یې د بریتانوي سیاستوال نیل کیناک څخه مستعار کړې وې چې د هغه خپلوانو په رښتیا هم په ډبرو سکرو کانونو کې کار کړی و.

دا د هغه څه یوازې یوه بېلګه ده چې خلک یې د (جو بمونه) په نوم یادوي.

په ۲۰۱۲ کال کې بایډن د خپلې سیاسي تجربې د یادولو پرمهال خلک حیران کړل او ویې ویل: " ای خلکو! زه تاسې ته ویلی شم چې زه اته ولسمشران پېژنم، له دې ډلې له دریو سره په ډېره شخصي توګه پېژنم".

تصادفا د دې وروستۍ جملې مانا یې په عامه اصطلاح کې له هغوی سره د شخصي ملګرتیا پر ځای د جنسي اړیکو لرلو په مانا تعبیر شوه او د خلکو د خندا شو.

کله چې دی په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر اوباما مرستیال و خلک یې په دې خبره چې د اقتصاد په برخه کې "۳۰ سلنه دا امکان شته چې موږ پرې ناسم پوه شو " خلک په اندېښنه کې کړل.

او بله یې دا خبره چې اوباما ښایي نیکمرغه و چې د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه ټاکل شوی، هغه د اوباما په اړه په نااشنا انداز کې وویل: "لومړنی افریقايي الاصله امریکایی دی چې فصیح، هوښیار، پاک او ډېر ښایسته دی"

د دې تبصرې سربېره د اوسني کمپاین پرمهال د امریکايي تور پوستو په منځ کې د بایډن ملاتړي ډېر دي، خو د یوه تور پوستي په کوربه توب یوه راډیويي خپرونه کې ښاغلی بایډن یو ځل عامیانه خبرې وکړې او ځان یې په مصیبت اخته کړ، هغه ویاند ته وویل: "که نه شې کولی وښيي چې له ما سره یې او که د ټرمپ ملاتړ کوې نو بیا ته تور پوستی نه یې".

همدې جملې په رسنیو کې یو توپان رامنځته کړ او دا خبره په دې مانا تعبیر شوه چې ګواکې د هغه ټاکنیزه ډله داسې انګیري چې د افریقايي الاصله امریکایانو رایې د دوی دي.

دې ته په کتو اوس پوهېږو چې ولې د نیویارک مجلې یوه خبریال تیر کال ویلي و چې " د بایډن ټول کمپاین ډله هڅه کوي په هر قیمت وي د هغه د اوتو بوتو خبرو مخه ونیسي".

د کمپاین مخکښ:

خو په خبرو کې د هغه د مهارت یو بل اړخ هم شته، د روباټیکه وزمه سیاستوالو په منځ کې دی د یوه حقیقي شخص په توګه را څرګندیږي.

دی وايی چې په ماشومتوب کې د ژبې نښتل دا مانا لري چې د اټوکیو (د کمپیوټر سکرین له مخې لوست) له لارې لوستل نه خوښوي او غواړي د زړه خبره وکړي.

بایډن دا توان لري چې د اسماني رنګ یونیفورم لرونکي کارګرو غونډه د یوې نارسمي وینا له لارې په خوځښت راولي او له وینا وروسته د دوی منځ ته ورشي، ورسره په لاس ستړي مه شې وکړي او لکه د راک سندرغاړی ورسره سلفیانې واخلي.

د ده په اړه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند جان کیري ویلي چې دی د خلکو منځ ته ورننوځي، خبرې ورسره کوي او کله ور غاړې ووځي. دی وايی بایډن ډېر حساس سیاستوال دی او دا هر څه دده په وینا واقعي دي.

د بایډن په اړه جنجالي ادعاوې:

تېر کال درې مېرمنو پر بایډن تور ولګاوه چې دوی یې لمس کړې، یا یې په غېږ کې نیولي او یایي په نا مناسبه توګه ښکل کړي دي.

رسنیو په عامو مناسبتونو کې له مېرمنو سره د ده شخصي او له نږدې د روغبړ ویډیوګانې خپرې کړې، ویډیو ګانو کې ښکاري چې دی کله کله د ښځو ویښتان بویوي.

د دې په ځواب کې بایډن ژمنه وکړه چې له دې وروسته به خپل چلن ته پام کوي.

خو له دې سره په تېره مارچ میاشت کې ټارا ریډ ادعا وکړه چې دېرش کاله وړاندې کله چې دې د بایدڼ په دفتر کې کار کاوه نوموړي دا یوه دیوال ته ایساره کړه او جنسي تیری یې پرې وکړ.

بایډن دا ادعا رد کړه او د کمپاین دفتر یې یوه بیان کې وویل : "داسې کومه پېښه هیڅکله نه ده شوې"

له کله راهیسې چې (د مي ټو یا زه هم) غورځنګ پيل شوی د بایډن په ګډون دیموکراتان ټینګار کوي چې ټولنه باید پر ښځو باور وکړي. اوس چې بایدڼ پر ده لګولي شوي تورونه بې بنسټه بولي نو دا دوه مخی چلن به ډېر فعالان ناراضه کړي.

اغلې ریډ، هغه ښځه چې پر بایډن د جنسي تور لګوي، ریډ په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل: "د هغه کسانو پر خواله رسنیو زما په اړه ډېرې نامناسبه خبرې کولې".

اوږد تاریخ:

بایډن په تېرو څو لسیزو کې د لویو پېښو په اړه یو څه ویلي او یا په کې ښکیل و، او د هغه مهال پرېکړې ښايي په اوسني سیاسي چاپيریال کې ښې ونه بریښي.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې هغه په عامو ښوونځیو کې د توکمونو د یو ځای کولو په موخه د نورو سیمو ښوونځیو ته د زدکوونکو له لیږد سره د مخالفت لپاره د سویلي بیلتون خوښو ملاتړ وکړ. د هغه دا دریځ څو ځله د کمپاین پرمهال د هغه پرضد کارول شوی.

د ټاکنیز کمپاین پرمهال شونې ده چې دیموکراتان به دا ډول نورې خبرې هم واوري.

کورنی کړاو:

له بده مرغه کله چې ده په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته د سنا مجلس د غړیتوب لپاره لوړې ته تیاری نیوه په یوه ترافیکي پېښه کې د ده مخکینۍ مېرمن نیلیا او لور یې نیومي مړې شوې او زامن یې بیو او هنټر ټپیان شول.

وروسته یې زوی بیو د ۴۶ کلنۍ په عمر په مغز کې د تومور له امله په ۲۰۱۵ کال کې ومړ.

د کورنۍ د کم عمره غړو له لاسه ورکولو غم جو بایډن د ډېرو امریکایانو سره نږدې کړی دی، او داښيي چې دی له دومره سیاسي ځواک او مالي توان سره سره لا هم د دغو عزیزانو له لاسه ورکولو له امله غمجن دی.

واک، فساد او درواغ؟ د بایډن د جنجالي زوی کیسه:

د جو بایډن زوی هنټر مخکې له دې چې شخصي ژوند یې له کنټروله ووځي، یو مدافع وکیل او لابیګر و. د هغه لومړۍ مېرمنې ویلي وو چې دی په نشه یي توکو او شرابو روږدی دی او دغه راز بربنډو ښځو کلب ته ورځي او وروسته له هغه د امریکا له سمندري ځواکونو ایستل شوی چې مالومه شوه کوکایین یې کارولي.

هغه نیویارکر مجلې سره خبرو کې دا منلې وه چې د انرژې په سکتور کې د یوه شتمن چینايي وګړي لخوا ده ته یو الماس ورکړل شوی. وروسته چینايي چارواکو له دې بډایه کس د فساد په تورونو کې څېړنې وکړې.

د هنټر ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډک دی.

تېر کال یې له یوې مېرمنې سره له پېژندګلوۍ یوه اوونۍ وروسته دویم واده وکړ. دغه راز یې ډېرې پیسې پیدا کړې چې له امله یې پلار جو بایډن په رسنیو په ښه نوم یاد نه شو.

ښايي یو شمیر امریکایان په نشه يي توکو له روږدو کسانو سره خواخوږي وښيي، خو واقعیت دا دی چې هغه د لوړ معاش دندې لرلې او په ورته وخت کې دا ښيي چې د بایډن د کورنۍ په څېر د سیاسي نخبه ګانو لپاره ژوند څومره مختلف کېدای شي.

استیضاح:

د دې ښه معاش لرونکې دندې یوه برخه په اوکرایین کې وه چې له امله یې ولسمشر ټرمپ هڅه وکړه له هنټر د فساد د ادعاو په اړه څېړنې وشي.

په همدې تړاو د تیلیفونې خبرو له امله ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې استیضاح کړل شو او له واک د لېرې کولو لپاره یې یوه ناکامه هڅه وشوه چې ښايي بایډن نه غوښتل چې په کې ښکیل شي.

بهرنۍ چارې:

په بهر کې رسوايي د بایډن لپاره ډېره ویجاړوونکې ځکه ده چې د دپلوماسۍ په برخه کې تجربه د ده د قوت له نقطو څخه ده. هغه پخوا د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې مشر و او ویاړي چې په تېرو ۴۵ کلونو کې یې له هر یوه نړیوال مشره سره کتلي دي.

ده په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج جګړې پرضد رایه ورکړه خو په ۲۰۰۳ کال کې یې پر عراق د برید ملاتړ وکړ، خو وروسته یې په دغه هېواد کې د امریکا له ښکیلتیا سره مخالفت وښوده.

دی چې طبیعتا محتاط دی، ولسمشر اوباما ته یې سپارښتنه کړې وه چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره دې د ځانګړو ځواکونو عملیات نه کیږي.

د پام وړ خبره دا ده چې داسې ښکاري چې د القاعده مشر د بایډن په اړه ډېر فکر نه و کړی. د سي آی اې له خوا خپرو شویو سندونو وښودله چې بن لادن خپلو وسله والو ته امر کړی و چې اوباما په نښه کړي نه مرستیال ولسمشر.

بن لادن فکر کاوه چې " بایډن بالکل ولسمشرۍ ته چمتو نه دی او که ولسمشر اوباما ووژل شي او بایډن ولسمشر شي نو دا چاره به امریکا کې کړکیچ رامنځته کړي."

په دیموکرات ګوند کې د بایډن نظرونه د دغه ګوند د ځوان کهول په طبیعت برابر نه دي، هغه ځوان نسل چې د جګړې ضد سخت دریځ غوره بولي لکه بېرني سنډرز او یا الیزابیت وارن دریځونه.

خو بایډن د هغو امریکایانو لپاره د یوه مسالمت آمیز مثال لري چې په تېره جنوري میاشت کې یې د امریکا په ډرون برید کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژلو ته خوشالي کوله.

د هغه ډېرې کړنلارې ورته مسیر تعقیبوي، هغه د دیموکرات ګوند پر فعالینو نیوکې نه کوي خو کافي منځلاری دی او هیله لري چې هغو رایه ورکوونکو ته ځان ورسوي چې لا یې پرېکړه نه ده کړې.

یا دې ټول وي، یا دې هېڅ هم نه وي:

د تور پوستو امریکایانو سره د پولیسو د تاوتریخجن چلن د غندونکو لاریونوالو د ملاتړ او له کورونا وېروس سره د مبارزې په اړه ډونلډ ټرمپ او جو بایډن د ټاکنیزو منډو ترړو له پیله په ناندریو کې ښکېل وو.

ان د مخ ماسک هم په یوه سیاسي مساله بدله شو، بایډن په عامه ځایونو کې له ماسک سره را ښکاره کېده، خو ټرمپ داسې نه کول.