تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: امریکا کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر نوي ناروغان ثبت شوي
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحدو ایالتونو کې په یوه ورځ کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، چې ۴۰ زره کسان دي.
دا وروستیو ورځو کې د متحدو ایالتونو په ټکساس، فلوریډا او اریزونا ایالتونو کې د نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته د قرنطین ختمولو پلانونه هم ځنډول شوي دي.
له دې مخکې د اپریل پر ۲۴ مه نېټه په یوه ورځ کې ۳۶ زره څلور سوه نوي ناروغان ثبت شوي وو، خو هغه مهال د معایناتو شمېر کم وو.
په امریکا کې د کورونا وېروس دوه اعشاریه څلور میلیونه تایید شوي ناروغان دي چې ۱۲۲۳۷۰ کسان له همدې امله مړه شوي دي.
په متحدو ایالتونو کې روغتیايي چارواکي د اټکله له مخې وايي، ښايي د ناروغانو شمېر د رسمي هغو پرتله لس برابره ډېر وي.
د برتانیا عامې روغتیا اداره بیا وايي، د کورونا وېروس ناروغۍ له کبله دغه هېواد کې ۱۸۹ نور کسان مړه شوي دي.
په هېواد کې د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین کې تدریجي نرمښت راځي او لومړی وزیر بوریس جانسن له برتانویانو غواړي چې د کورونا وېروس خطرونه وپېژني.
نوموړي د لند ختیځ کې د یوه رستورانت لیدنې پر مهال وویل:
''ځکه زه ټولو ته وایم. تاسې ښايي فکر وکړئ چې تاسې به یې ښکار نه شئ، نه مو شي لاندې کولای، یا داسې فکر وکړئ چې پر تاسې به یې زور نه رسېږي، تر یوه بریده ښايي همداسې وي او په ځانګړې توګه که ځوان یاست، خو کوم وېروس چې ګرځوئ، دا د زیات عمر کسان وژني. دا اوس هم خطرناک دی او وېروس لا هم د باندې شته، د دغه شي ماتولو لپاره، د ماتې ورکولو لپاره باید موږ ټول احتیاط وکړو، تعادل وساتو. ''
په دغه هېواد کې اوس د کورونا ناروغانو شمېر ۴۳ زره ۴۱۴ کسانو ته رسېدلی دی. د روغتیايي چارواکو په وینا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ- ۱۹ څه باندې زر کسه نوي ناروغان ثبت شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، په هېواد کې یې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر په کمېدو دی. د دولتي شمېرو له مخې د دوو میاشتو موده کې ورځنی شمېر له ۷۰۰۰ کسانو ټیټ شوی دی.
ولسمشر پوتین د رضاکارو (موږ ټول یو موټی یو) نومې ډلې ته وینا کې وویل:
''د خدای شکر ادا کوو چې د وبا زوال پیل شوی دی او د رضاکارو کارونه هم ورسره کم شوی دی. ''
د دولتي شمېرو له مخې په روسیه کې تر اوسه د کورونا ۹۲۰۰۰۰ ناروغان ثبت شوي، چې په اروپا کې یې شمېر تر ټولو ډېر او په ټوله نړۍ کې دریم ځای لري.