تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لس لوبغاړي په کورونا وېروس اخته شوي
د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو اعلان کړی دی چې د ملي لوبډلې لس تنه لوبغاړو د کورونا وېروس معاینې پایلې مثبته راختلې ده. د تېرې یکشنبې پر ورځ چارواکو ویلي وو چې د درېیو لوبغاړو د معاینې پایله مثبته وه، خو نن سې شنبه یې وویل چې اووه نور لوبغاړي هم په کورونا وېروس اخته دي.
په دغو لسو لوبغاړو کې حیدر علي، حارث رووف، شاداب خان، فخر زمان، عمران خان، کاشف بهټي، محمد حفیظ، محمد حسنین، محمد رضوان، وهاب ریاض شامل دي.
همدا راز د پاکستان د لوبډلې د مساج یا تېراپي برخې مسئول ملنګ علي هم په کورونا وېروس اخته شوی دی.
دغو ټولو ۱۱ کسانو ته ویل شوي چې په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطین کړي او روغتیایي سپارښتنې پر ځای کړي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده د پاکستان ملي لوبډله له انګلستان سره سیالیو لپاره دې هېواد ته روانه شي.
د پاکستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خالد وایي، د انګلنډ دوره پر خپل حال ده او هغه لوبغاړي چې د کورونا وېروس معاینه یې منفي وه، د جون میاشتې پر ۲۸مه نېټه به انګلنډ ته روانېږي.
ټاکل شوې ده چې پاکستان د اګست میاشتې په لومړیو کې له انګلنډ سره سیالۍ پیل او په دې لړ کې ۳ ټېسټ لوبې او ۳ شل اوریزه لوبې وکړي.
د انګلنډ د کرېکټ بورډ چارواکو دې خبر ته په غبرګون کې ویلي، له پاکستان سره یې لولو ته لا وخت شته او له همدې کبله دوی د پاکستان لوبغاړو په کورونا وېروس اخته کېدو ته اندېښمن نه دي.
د انګلنډ د کرېکټ برخې مشر اشلي ګېلز وایي، تمه لري چې د پاکستان لوبډله به ژر دې هېواد ته ور ورسېږي.
د انګلنډ دورې لپاره د ټاکل شوې لوبډلې پاتې لوبغاړي او اداري برخې کسان به انګلنډ ته تر روانېدو وړاندې، او بیا هلته تر رسېدو ۲۴ ساعته وروسته یو ځل بیا معاینه کېږي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، ځینو هغو لوبغاړو چې د معاینې پایلې یې مثبتې وې، هېڅ ډول علایم نه درلودل.
دوی وایي، په کورونا وېروس د اخته لوبغاړو څارنه به کېږي او هر کله چې په بشپړه توګه ورغېدل، له پاتې لوبډلې سره به د انګلنډ دورې لپاره یو ځای کېږي.
په یوه جلا پرمختګ کې بنګله دېش ته د نیو زیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې دوره، چې په اګست میاشت کې کېدونکې وه، د کورونا وېروس له کبله لغوه شوې ده.
ټاکل شوې وه چې نیو زیلنډ په دې دوره کې د کوربه بنګله دېش سره دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.