کورونا وېروس: په نړۍ کې د ناروغانو شمېر لس نیم میلیونو کسانو ته ورسېد

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر نژدې لس نیمو میلیونو اوښتی دی. د امریکا متحدو ایالتونو جان هاپکنز پوهنتون مسوولین وايي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد امریکا دی، چې د تایید شویو ناروغانو شمېر پکې ۲۶ لکه او له همدې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۷۰۰۰ ته رسېدلی.

له امریکا وروسته برازیل تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی چې د ناروغانو شمېر پکې ۱۴ لکو ته رسېږي او نژدې ۶۰ زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه څېړنه ښيي په نړیواله کچه به د سیلګرۍ برخه کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو له کبله عاید درې اعشاریه درې زره میلیارده ډالر کموالی راشي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو دغه رپوټ د سیلګرۍ صنعت لپاره د دریو سیناریوګانو په پام کې نیولو سره چمتو شوی چې د قرنطین څلور میاشتې، اته میاشتې او ۱۲ میاشتې احتمالي شتون په کې څېړل شوی دی.

اقتصاد

د عکس سرچینه، Reuters

په دې سیناریوګانو کې به په عاید کې د ۱.۱۷ټریلیون، ۲.۲۲ټریلیون، ۳.۳ټریلیون ډالر لږوالی راشي چې د نړیوال خالص عاید یا جي ډي پي له ۱.۵ سلنې تر ۴.۲ سلنې پورې رسېږي.

په ټولو صورتونو کې به زیات زیان امریکا ته ورسېږي، ورپسې چین، تایلنډ او احتمالاً فرانسې ته به هم د ۴۷ میلیاردو ډالرو زیان ورسېږي.

بل لور ته وېره څرګندېږي چې د جمیکا په څېر کوچني هېواد ته به هم د خپل اقتصادي حجم پرتله لوی زیان ورسېږي. جمیکا به د خپل جي ډي پي کې د ۱۱ سلنې یا ۱.۶۸ میلیاردو ډالرو له لږوالي سره مخامخ شي.

امریکا د کورونا وېروس لپاره کارېدونکي درمل ټول ځان ته واخیستل

درمل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر امریکا سربېره برتانیا هم وایي، رېمډېسوېر درمل د کورونا درملنه کې اغېزناک دي.

د امریکا حکومت د کورونا وېروس ضد کارېدونکو درملو (رېمډېسوېر) ټوله نړیواله زېرمه د ځان لپاره اخیستې ده.‌ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې دې ګام یو شمېر اروپایي‌ هېوادونه اندېښمن کړي او وېره شته چې ښایي اروپا له دې درملو بې برخې پاتې شي.

دا درمل د ګیلېډ په نامه شرکت لخوا جوړېږي او په امریکا او برتانیا کې لومړی ډول درمل دي چې‌ د روغتیایي چارواکو په وینا، د کورونا وېروس جدي ناروغانو سره مرسته کولی شي.

ازموینې ښیي چې د کووېډ-۱۹ هغه ناروغان چې (رېمډېسوېر) کاروي،‌ نسبتاً ژر بېرته ښه کېږي.

د امریکا د عامې روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ویلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له ګیلېډ شرکت سره د دې درملو د رانیولو لپاره یو ښه تړون کړی.

د دې تړون له مخې به امریکا د دې درملو ۵ لکه خوراکه ترلاسه کوي او په دې مانا ده چې د جولای میاشت کې جوړېدونکي ټول درمل به امریکا ته ځي.

همدا راز د اګست او سپتمبر میاشتو کې به هم د ګیلېډ شرکت لخوا جوړېدونکي ۹۰ سلنه (رېمډېسوېر) درمل د امریکا حکومت لخوا اخیستل کېږي.

رېمډېسوېر څه ډول درمل دي؟

درمل

د عکس سرچینه، Reuters

رېمډېسوېر یو ډول انټي وایرل (وېروس ضد) درمل دي چې پخوا د اېبولا ناروغۍ پر ضد هم کارېدلي دي.

دا درمل هغه انزایمونه له منځي وړي‌ د کومو په مرسته چې یو وېروس د انسان په حجرو کې وده کوي او خورېږي.

د امریکا او برتانیا په ګډون د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم د کورونا وېروس جدي ناروغانو درملنې لپاره د رېمډېسوېر د کارولو رسمي اجازه ورکړې ده.

لومړۍ ازموینې ښیي چې د دې درملو کاروونکي د نورو هغو پرتله څلور ورځې ژر ښه کېږي، خو تر اوسه داسې کره شواهد نشته چې رېمډېسوېر درمل دې د لا ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د ګېلیډ شرکت د دې درملو د تولید زیاتولو لپاره د سویلي اسیا له یو شمېر هېوادونو سره تړونونه کړي‌ دي.

د دې تړونونو له مخې به هند او پاکستان دا درمل تولیدوي او په دې توګه به د نړۍ ۱۲۷ هېوادونو ته رسېږي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا د نړۍ تر بل هېواد د کورونا له امله ډېره ځپل شوې ده.

په ورته وخت کې په روغتیایي چارو کې د ولسمشر ټرمپ یو مهم سلاکار ډاکټر فوچي‌ خبرداری ورکړی چې په امریکا کې د کورونا وېروس وضعیت تر دې هم خرابېدلی شي.

نوموړی وایي، شونې ده چې په نږدې راتلونکي کې په امریکا کې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر یو لکو ته ورسېږي.

امریکا د مړینو او مثبتو پېښو له پلوه په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

د کولمبیا یو ښاروال له دې کبله ستایل شوی، چې د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین پر مهال یې د ګرځېدو له کبله خپل زوی پولیسو ته سپارلی دی.

ښارول کارلوس هګنز وايي، غوښتل یې یوه بېلګه رامنځته کړي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''تر ټولو مخکې باید زما د کورنۍ غړي قوانین پلي کړي. ''

په کولمبیا کې تر اوسه د کورونا وېروس ۹۵ زره ناروغان ثبت شوي دي او ۳۳۰۰ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.‌