روغتیا نړیوال سازمان: هېڅ تضمین نشته چې د کورونا وېروس واکسین به جوړ شي

د عکس سرچینه، EPA
د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي.
د اروپايي پارلمان روغتیايي کمېټې ته په وینا کې ټیډروس غیبریسوس وویل، که واکسین چمتو هم شي ښايي یو کاله پورې وخت واخلي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي.
د ویډیويي کنفرانس له لارې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل:
''یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو واکیسن ولرو. موږ د کورونا وېروس لپاره واکسین نه درلودل، نو دا به لومړی هغه وي، هیله ده چې وموندل شي. په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي. ''
بل لور ته د بي بي سي فارسې څانګې موندنې ښيي چې په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر د دولتي شمېرو پرتله ښايي له ۵ تر ۱۰ برابره زیات وي.

د عکس سرچینه، AFP
د دولتي شمېرو له مخې ایران کې د یخنۍ موسم کې شپږ زره ۴۰۰ کسان، په عادي حالت کې دغه حالت کې د مړو کسانو پرتله ډېر مړه شوي، چې دې موسم کې د کورونا وېروس له کبله د مړو کسانو پرتله ۵۰۰۰ ډېر شمېر دی.
د مړینې لوړه شمېره په قم، ګیلان، مازندران او ګلستان ولایتونو کې ده، چې په مارچ میاشت کې د وبا ګڼ ناروغان پکې و. دغه مهال په پلازمېنه تهران کې له معموله د ډېرو کسانو مړینې شمېره د هېواد نورو سیمو پرتله ډېره وه.
ایران په منځني ختیځ کې له کورونا وېروسه تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی او په سویلي او لوېدیځو سیمو کې یو ځل بیا د وېروس خپرېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د دولتي شمېرو له مخې تر اوسه په داغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغي له کبله نژدې ۱۰ زره کسان مړه شوي دي او د ۲۱۵ زره ناروغان ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، له میاشتو وروسته په اروپا کې هره اونۍ د ناروغانو شمېر کې ډېروالی لیدل شوی او که مخنیوی یې ونشي په یو شمېر هېوادونو کې به د اغېزمنو کسانو شمېر خطرناک حد ته ورسېږي.
د اروپا لپاره د ډبلیو ایچ او سیمه ییز مشر هینز کلوګ وايي، په ۳۰ اروپايي هېوادونو کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ناروغانو ټولټال شمېر زیات شوی دی.
په جرمني کې د غوښې بسته بندۍ په یوه کارخانه کې د وېروس له خپرېدو وروسته دوې شاوخوا سیمې بېرته قرنطین شوې. بل لور ته د اسپانیا په شمال ختیځ ایالت اراګون کې د ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته بېرته بندیزونه لګول شوي دي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د هېواد په یو شمېر سیمو کې د قرنطین له نرمښت او کاروبارونو له پیل کېدو وروسته یوازې د چهارشنبې پر ورځ په هېواد کې د کورونا وېروس ۳۶ زره ۸۸۰ نوي ناروغان ثبت شوي دي.
د وبا خپرېدو له پیله راهیسې دا په یوه ورځ کې تر ټولو لوی شمېر بلل کېږي. له دې مخکې دغه ریکارډ کچې ته په اپریل کې رسېدلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوویډ ټرېکنګ پروژې هم دې ته ورته شمېرې خپرې کړې، خو جان هاپکنز پوهنتون چې د شمېرو راټولولو خپل ټیم لري، تر اوسه دغه شمېر نه دی خپور کړی.
امریکا کې د وبا خپرېدو لومړیو ورځو کې ډېر ناروغانو شمېر په نیویارک او نیو جرسي ایالتونو کې ډېر و، خو په دا وروستیو کې د فلوریډا، کالفورنیا، ټیکساس او اوکلاهاما په ګډون په سویلي او لوېدیځو ایالتونو کې د نویو ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې امریکا کې تر اوسه درې اعشاریه اته میلیونه کسان پر کورونا وېروس اخته دي او له همدې کبله ۱۲۲ زره کسان مړه شوي دي.
د پاکستان بلوچستان ایالت ویاند لیاقت شاهواني وايي، د هېواد نورو صوبو پرتله په بلوچستان کې د کورونا خپرېدو کچه ډېره ده، خو په وینا یې له تېرو څو ورځو راهیسې د وېروس خپرېدو کچه ورو شوې ده.

د عکس سرچینه، Shehzad Pathan
په کوټه کې د خبرو پر مهال ښاغلي شاهواني وویل، له تېرې اونۍ راهیسې د نویو ناروغانو شمېر لږ شوی دی. د نوموړي په خبره اوس په کوټه کې د کورونا خپرېدو کچه ۷۸ سلنې ته ټیټه شوې او کموالی ښيي چې ښاریان اوس کورونا یو واقعیت بولي او په دې هکله جدي احتیاط کوي.
بل لور ته د پاکستان په سند ایالت کې ځايي پولیس ادعا کوي، د دوه میلیونو روپیو ارزښت هغه دولتي درمل یې نیولي چې په غیر قانوني توګه بازار ته د پلور لپاره لېږدول شوي وو.
پولیس وايي په لاړکانه سیمه کې یې په دې تړاو دوه کسان نیولي دي. طبي ماهرین وايي، دې کې داسې ګران بیه درمل هم شته چې د کورونا وېروس ناروغانو درملنه کې کاریدل.








