ټرمپ: امریکا کې د کورونا ډېرې پېښې 'د ویاړ نښه' ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په متحده ایالتونو کې د نړۍ تر بل هېواد د کورونا وېروس ډېرې پېښې "د ویاړ نښه" ده.
نوموړي سپینه ماڼۍ کې زیاته کړه: "دې ته زه د یوه ریښتوني درناوي او ښه شي په سترګه ګورم، ځکه د دې مانا دا ده چې زموږ معاینې ډېرې ښې دي".
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په متحده ایالتونو کې تراوسه یو نیم میلیون کسان په کورونا وېروس اخته شوي او ۹۲ زره ترې مړه شوي دي.
له امریکا وروسته دې برخه کې روسیه دویم ځای لري چې درې لکه پېښې پکې تایید شوې دي.
ټرمپ څه وایي؟
امریکا کې د ګرځبندیز له پیلېدو راهیسې تېره ورځ ښاغلي ټرمپ د کابینې لومړنۍ غونډه درلود.
هغه خبریالانو ته وویل: "په بله ژبه تاسو پوهېږئ کله چې وایو موږ پېښو کې مخته یو، مطلب دا دی چې له بل هر چا ډېر ازمېښتونه کوو".
نوموړي زیاته کړه: "چې ډېرې پېښې لرو، نو زه ورته د بد شي په سترګه نه ګورم، زه ورته د ریښتوني درناوي په سترګه ګورم، لکه یو ښه شي، ځکه دا مانا لري چې زموږ ازمېښتونه بېخي ډېر ښه دي".
ښاغلي ټرمپ وروسته وویل: "ځکه ورته د ویاړ د نښې په سترګه ګورم، په ریښتیا دا د ویاړ نښه ده.دا معاینې او ټول هغه کار چې په ډېر مهارت سره کېږي د ستایلو دی".
د امریکا د ناروغیو کنټرول فدرالي اداره وايي، دغه هېواد د سې شنبې په ورځ ۱۲،۶ میلیون ټېسټونه کړي دي.
ښاغلي ټرمپ دې پوښتنې ته ځواب وایه، چې د لاتینې امریکا پر برازیل باندې د سفري بندیز پر لګولو غور کوي که نه، ځکه له امریکا او روسیې وروسته د کورونا وېروس د تایید شویو پېښو له پلوه نړۍ کې دریم ځای لري.
له بلې خوا د ډیموکراټانو ملي جرګه ګۍ د جمهوريپالو د مشر پر دې خبره نیوکه کړې چې یوه ټوېټ کې یې ویلي، امریکا کې د کورونا وېروس ۱،۵ میلیون ټېسټونه د مشرتابه بشپړه ناکامي ده.
ولسمشر سم وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اکسفورډ پوهنتون ساینسي خپرونې اور ورلډ این ډېټا له مخې، که څه هم امریکا کې له بل هر هېواد ډېر ازمېښتونه شوي، خو بیا هم د سړي سر شمېر له مخې اولنمبر نه ده.
د دې ادارې د جدول له مخې امریکا زرو کسانو کې د یو کس د معاینې له مخې په نړیواله کچه ۱۶ ځای لري چې له سوېلي کوریا مخته، خو له ایسلنډ، نوي زیلنډ، روسیې او کاناډا وروسته ده.
د کوویډ درک پروژې له مخې، امریکا تېره اونۍ ورځانه د درې لکو او څلور لکو ترمنځ ټېسټونه کړي دي.
د هارورډ نړیوال روغتیايي انستیتیوت مشر اشیش جه تېره اونۍ کانګرېس ته وویل، امریکا هره ورځ له نهو لکو ډېرو معاینو ته اړتیا لري، خو اوس یې دریمه برخه کېږي.
جان هاپکنز پوهنتون وايي، که څه هم امریکا کې د کورونا وېروس له امله مړینې د نړۍ له بل هر هېواد ډېرې دي، خو د سړي سر شمېر له مخې په دې برخه کې هم شپاړسم ځای لري او له بلجیم، برتانیا، فرانسې وروسته ده.









