د ټرمپ د زوی او لمسي د پسونو د ښکار سفر ۷۵ زره ډالر تمام شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مشر زوی او لمسی تېر کال منګولیا ته د ناویاتو ځنګلي پسونو ښکار ته تللي وو، چې د رپوټونو له مخې دا سفر یې امریکايي مالیه ورکوونکو ته تر ۷۵ زره ډالرو ګران تمام شوی دی.
په واشنګټن کې د کریو په نوم د وګړو د مسوولیت منلو او اخلاقو ټولنه وايي، د ډونلډ ټرمپ مشر زوی (ټرمپ جونئر) له خپل زوی سره منګولیا کې د ځنګلي پسونو ښکار کړی او د دې هېواد ولسمشر سره یې لیدلي دي. دا ډله وايي، ډېرې پیسې د دوی پر امنیت لګول شوې دي.
څېړونکي وايي، د ولسمشر ټرمپ کورنۍ د پخواني ولسمشر بارک اوباما تر کورنۍ ۱۲ وارې ډېر کلنی سفر کړی دی.
کریو په خپل رپوټ کې زیاتوي، دا پر امریکايي مالیه ور کوونکو د ټرمپ کورنۍ د لګښت اچولو یو مثال دی. یاده ډله وایي:
"که د ډونلډ ټرمپ جونئر (د ولسمشر زوی) د پسونو د ښکار سفرونه ۷۵ زره ډالر تمامېږي نو فکر وکړئ چې ټولټال لګښت باید څومره وي".
خو د ټرمپ جونئر د کاري ډلې یوه غړي له سي اېن اېن سره خبرو کې ویلي، تېر کال اګسټ کې د دې اته ورځني سفر له امنیتي برخې پرته نور لګښت شخصي ور کړل شوی دی.
د ولسمشر ټرمپ زوی د خپل امنیت لپاره استخباراتي ډلې ګومارلې وې او ویل کېږي چې ډېری لګښت پر همدې کسانو شوی.

د عکس سرچینه، donaldjtrumpjr
د کریو رپوټ کې ویل شوي د ولسمشر د زوی په توګه ډونلډ ټرمپ جونئر د خوندیتوب د پټ خدمت حق لري او باید خوندي وي، خو مالیه ورکوونکي هم حق لري چې پوه شي د ښکار او له لویو سیاسي ډونرانو او بهرنیو مشرانو سره اړیکو ته یې د دوی له جیب څومره ځي.
د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ برعکس د ده زوی ټرمپ جونئر کومه حکومتي دنده نه لري. خواله رسنیو کې تېر کال له ټوپک او د هوسیو ښکار سره د نوموړي انځورونه ډېر له نیوکو سره مخ شول.









