د ایوانکا داسې سفر چې سپینې ماڼۍ ترې دفاع وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې چې د امریکا د مرکزي حکومت خپلو وګړو ته په کور پاتېدو سپارښتنه کړې، خو سپینې ماڼۍ نیوجرسي ته د ایوانکا ټرمپ د تېرې اونۍ د شخصي سفر دفاع وکړه.
دې سفر کې د ولسمشر مشره لور او د هغې کورنۍ د سپېڅلي اختر لپاره له واشنګټن ډي سي، بېدمېسټر ته د ټرمپ ملي ګلف کلب ته لاړل.
سپینه ماڼۍ وايي: "د ایوانکا سفر تجارتي(کاري) نه و، هغې له خپلې کورنۍ سره رخصتي تېرول غوښتل".
خو د سپینې ماڼۍ دا خبره په داسې مهال ده چې هم پلازمېنه او هم نېو جرسي کې په کور پاتېدو محدودیت لګول شوی دی.
د متحده ایالتونو بیانیه کې ویل شوي: "مېرمن ټرمپ، د هغې مېړه او اداري سلاکار جارډ کوشنر او د دوی درې ماشومان د کورنۍ د کور په څېر یوه تړلي مرکز ته تللي دي".
سپینه ماڼۍ زیاتوي: "دا سفر یې کار ته له تګ راتګ نه کوم توپیر نه لري او واشنګټن کې د ایوانکا د کور سره تر نږدې سیمې دې ځای کې کم وګړي یا نفوس دی".
د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د مرکزي یا فدرالي حکومت د لارښود له مخې، خلک باید له اختیاري سفر، د سوداګرۍ سفر او ټولنیزو لیدنو ډډه وکړوي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې،امریکا کې تر شپږ لکو ۵۵ زرو ډېر کسان په کورونا اخته دي او تر ۳۱ زرو امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.
د اپرېل له لومړۍ راهیسې واشنګټن ډي سي کې په کور پاتېدو محدودیت دی او وګړو ته یې ویل شوي چې یوازې د ضرورت لپاره له کور وتلی شي.
نیوجرسي د ۷۱ زرو مثبتو پېښو سره د کورونا وېروس د خپرېدو یو مرکز دی او تر درې زره یو سلو ډېرو مړینو سره له ګاونډي نیویارک وروسته- چې امریکا کې د کورونا مرکز دی- د مړینې له پلوه دویم ځای لري.
د ایوانکا ټویټ او غوښتنه

د عکس سرچینه، Reuters
له سفر لږ مخکې اغلې ټرمپ- چې د ولسمشر ټرمپ مخکښه سلاکاره هم ده- خپلو ټوېټر څارنو ته ویلی:
"هغه ډېر بختور دی چې په کور د پاتېدو حالت لري، مهرباني مهرباني داسې وکړئ".
له سپېڅلي اختر یوه ورځ مخکې( د اپرېل۷) یې د نیو جرسي د والي فېل میوفي ټوېټ شریک کړی چې پکې له وګړو غوښتل شوي په کور پاتېدو سره روغتیاپال خوشال کړي.
تېره میاشت والي مورفي پر هغو خلکو- چې نیوجرسي یې دویم کور دی- غږ وکړ چې د قیوداتو تر اسانېدو له سفر ډډه وکړي.
د نیوجرسي او نیویارک لپاره د وبا د کنټرول لارښود کې هم غوښتنه شوې چې له بې ضرورته کورني سفر ډډه وکړي.








