له کورونا سره مبارزه؛ د روغتیا نړیوالې ادارې د هایډروکسي کلوروکوین خوړل درولي

کلوروکین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هایډروکسي کلوروکین د ځیګر او ینې خرابېدو خطر رامنځ ته کوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، په کورونا وېروس ناروغانو د درملنې لپاره د ملاریا ضد درملو هایډروکسي کلوروکوین ازمېښتي کارول یې د معافیتي اندېښنو له امله د "لنډ مهال" لپاره درولي.‌ یوې څېړنې موندلې چې ښايي دا درمل د ځینو ناروغانو خطر لا ډېر کړي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه،‌ چې طبي مجلې "لانسټ" څو ورځې مخکې یوه څېړنه خپره کړه چې ګنې هایډروکسي کلوروکوین د کوویډ-۱۹ ناروغانو د احتمالي مړینې لامل کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تروس ګبریسوس د دوشنبې په ورځ وویل، ددغه سازمان یوه پلاوي له کورونا سره د مبارزې لپاره په ځینو هېوادونو کې د هایډروکسي کلوروکوین کارول درولي دي.

پوهانو په ورته وخت کې د ملاریا ضد درملو هایډروکسي کلوروکین د جانبي عوارضو په اړه هم خبرداری ورکړی.‌

په همدې حال، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیو کې د دغو درملو له سرسختو ملاتړ و، چې د کورونا د مخنیوي لپاره یې دغه درمل خوړل.‌

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې په کورونا وېروس د اخته ناروغانو پخپل سر د هایډروکسي کلوروکوین خوړلو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه درمل د ځیګر او ینې خرابېدو خطر رامنځ ته کوي. همدارنګه ددغو درملو له اندازې ډېر خوړل د مرګ لاهم هم ګرځي.

د دوشنبې په ورځ، د برازیل د روغتیا وزارت وویل، په دې هېواد کې په کورونا وېروس اخته لږ تر لږه ۸۰۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سره په یوه ورځ کې په برازیل کې په کوویډ-۱۹ د اخته کسانو مړینه تر امریکا لوړه شوې ده.

د امریکا ولسمشر څو ځله په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په ویناوو کې د هایډروکسي کلوروکوین درملو په اړه غږېدلی. هغه په یوه غونډه کې وویل: "څه زیان به وکړې؟ ویې خوره."

د رسمي شمېرو له مخې، په ۳۴ ګړیو کې امریکا کې شاوخوا ۶۲۰ کسان مري.

نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاپان کې دوه میاشتې وړاندې اعلان شوی بېړنی حالت نن دوشنبه ختم شو

جاپان بېړنی حالت ختم کړی،‌ خو خبرداری یې ورکړی چې که وبا بېرته خپره شي، ښايي بیا ګرځبندیز ولګوي. په پام کې ده چې کورني سفرونه هم د جون پر ۱۹ مه بېرته پیل شي.

هند د دوشنبې په ورځ د سیمه ییزو هوايي سفرونو له بېرته پیلولو سره، د کورونا وېروس د ډېرو مثبتو پېښو شاهد و.

ارجنټاین ته له امریکا نه په کورونا وېروس د یوه اخته کسان تر ورتګ وروسته، په بونس ایرس کې د جون تر ۷مې د هوايي سفرونو بندیز غځولی.

برتانیا اعلان وکړ چې د جون له ۱۵ مې وروسته به په هېواد کې د نااړینو هټیو بېرته پرانیستلو ته اجازه ورکړي.

اسپانیا وايي، له دوه اونیز قرنطین وروسته به بهرني سفرونه د جون له ۱ بېرته پیل شي.

ایسلنډ هم محدودیتونه کم کړي چې وايي تر ۲۰۰ پورې کسان یوه ځای کې راغونډېدلی شي. شپي کلپونه او جیمناسټیک بېرته خپل فعالیت پیلولی شي.