د ملاریا درمل د کورونا وېروس ناروغانو ته ګټه رسولی شي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هایډروکسي کلوروکین پر ځیګر او کولمو ناوړه اغېز کولی شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملاریا ناروغۍ لپاره جوړ شوي درمل د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درمللو لپاره ښه وګڼل، خو پوهان وايي داسې غوڅ ثبوت نه شته چې ګنې دا درمل دې د کورنا درملنه وکړای شي.

اوسمهال د کلوروکین او دې ته ورته د هغو درملو د فعالیت په اړه څېړنې کېږي چې د ملاریا ناروغۍ لپاره خوړل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغو خبرونو اندېښمن کړی چې ځینو خلکو دغو درمل خوړلو ته مخه کړې چې لوی زیانونه هم لري.

په امریکا کې یوه جپګوړي روغتیايي چارواک‍ي ډاکټر ریک برایټ هم په دې اړه اندېښنه ښودلې. نوموړی په اپرېل میاشت کې د ولسمشر ټرمپ له خوا د کورونا وېروس د مخنیوي برخه کې د حکومت له مشرتابه لیرې کړل شو.

دی وايي، ټرمپ چې دغه درمل خوري، د "لسګونو امریکايي پوهانو هڅې یې د هېواد په کچه سره وېشلې دي."

ددغو درملو په اړه د رسنیو ډېر رپوټونه ددې لامل شول، چې د پېر او پلور تقاضا یې ډېره شي؛ ځکه چې په نړیواله کچه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ احتمالي درمل ګڼل کېدل.

دا څه ډول درمل دي؟

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکايي پوهان په بېړنیو حالاتو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو درملنه کې په محدود ډول د هایډروکسي کلوروکین د فعالیت په اړه څېړنې کوي.

د امریکا ولسمشر څو ځله په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په ویناوو کې د هایډروکسي کلوروکین درملو په اړه غږېدلی. هغه په یوه غونډه کې وویل: "څه زیان به وکړې؟ ویې خوره."

د برازیل ولسمشر جایز پولسنارو هم د ټرمپ دا ادعاوې تکرار کړې "هایډرکسي کلوروکین په ټولو برخو کې کار کوي". خو فېسبوک د جعلي خبرونو په اړه د فېسبوک د قوانینو له مخې د هغه دا وېډیويي پیغام لیرې کړ.

کله چې ټرمپ په تېره مارچ میاشت کې د دغه درمل نوم ډېر یاد کړ، په امریکا کې یې تقاضا بېخي ډېره شوه، خو بیا وروسته دا تقاضا کمه شوه.

د کلوروکین له ترکیب جوړ دا درمل له ډېر وخت راهیسې د ملاریا او تبې د درمللو لپاره خوړل کېږي او اټکل دا و چې ګنې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم اغېزناک دي.

خو تر اوسه تجربو لا نه ده ښودلې چې دغه درمل د کورونا وېروس په مخنیوي کې فعال رول لري، خو د ینې یا ځیګر او کولمو د زیانمېدو په ګډون یې جانبي عوارض ښکاره دي.

دا مهال په امریکا، اسپانیا او چین په ګډون د نړۍ په ډېرو برخو کې د کورونا وېروس د درملنې لپاره تر ۲۰ ډېرې څېړنې روانې دي.

په امریکا کې اوسمهال څېړنه روانه ده چې ایا کلوروکین او هایډروکسي کلوروکین او ازیترومایسین د کوویډ-۱۹ ناروغو درملنه کې اغېزناک پرېوځي.

کومو هېوادونو اجازه ورکړې؟

هيدروكسي كلوروكوين

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هایډروکسي کلوروکین ان د ملاریا درملنه کې هم کمزوری فعالیت کوي

د مارچ په وروستیو کې، د امریکا د خوړو او درملو ادارې "په روغتونونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغو ته په محدود ډول او بېړنیو حالاتو کې" ددغو ګولیو د خوړلو اجازه ورکړه.

دا په دې مانا نه وه چې ګنې دغه اداره یاد درمل د کورونا وېروس د فعالو درملو په توګه ګڼي.

د اپرېل پر ۲۴مه یادې ادارې- د هغو رپوټونو له کبله چې ګنې دا درمل د ناروغ د زړه د ضربان سیستم ګډوډي - د دغو درملو زیانونه اعلان کړل.

په فرانسه کې هم ډاکټرانو د کوویډ-۱۹ ناروغانو ته ددغو درملو ورکولو سپارښتنه کړې وه، خو په دې هېواد کې د درمل څارنې ټولنې یې د جانبي عوارضو په اړه خبرداری ورکړ.

د هند د روغتیا وزارت هم هایډروکسي کلورکین د وقایوي درملو په توګه یاد کړل، خو د هند حکومت یې د ډېرو خوړلو له کبله د زیانونو په اړه خبرداری ورکړ او یوازې په بېړني حالت کې یې خوړل مجاز وګڼل.

په منځني ختیځ کې هم ګڼو هېوادونو د نورو هېوادونو په څېر دغه درمل دود کړل.