امریکا کې د تېلو بیه منفي کچې ته ولوېده

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورونا وېروس خپرېدو سره د تېلو د غوښتنې یا تقاضا کمېدو پسې امریکا کې د تېلو بیه منفي شوه.

په دې مانا چې تېل پلوري( د تېلو پلورونکي) باید خپلو مشتریانو ته پیسې هم ور کړي، ځکه چې د دې سونتوکو زېرمې یې تر څو ورځو ډکېږي او د تولیدي تېلو د ساتلو ځای به نه لري.

د تګزاس ایالت لوېدیځ ته د تېلو بیه- چې امریکا کې د تېلو مارکېټ د ارزولو ګراف هم بلل کېږي- د دوشنبې په ورځ په تاریخي پېښه کې یو بیلر یا بېرل تېل منفي ۳۷،۶۳ ډالر شو.

د بیې د بې ساري غورځېدلو لامل تر یوې کچې نړیوال بازار کې د تيلو پېر او پلور د څرنګوالي له پېچلتیا سره هم تړلی.

د تېلو ارزښت تر ډېره راتلونکي کې د اټکلي بیو له مخې وي او کوم تړونونه چې د راتلونکې یا مې میاشتې لپاره کېږي سبا یې وروستۍ نېټه ده.

په دې مانا چې پلورونکي راتلونکې میاشت کوم تېل پلورل غواړي، نو باید اوس یې زېرمه کړي، په دغسې حالت کې باید د تېلو د ګودام بیه ور کړي، د همدې لپاره غوره ده چې د تېلو بیې ان له صفر ټیټولو سره د تېلو د راتلونکې زېرمې یا ګودام د بیې له ور کولو او د تېلي زېرمو د ډکېدو مخه ونیسي.

په دا مهال شمال سمندرګي کې د برنټ تېلو بیه- چې اروپا او نوره نړۍ کې د تېلو بیې اصلي ګراف ګڼل کېږي- د دوشنبې په ورځ د جون میاشتې لپاره ۹ سلنه کمه او د بیلر بیه ۲۶ ډالرو ته ټیټه شوه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، د تيلو مارکېټ د لا ډېر خرابېدو د مخنیوي لپاره حکومت پلان لري چې ۷۵ میلیون بشکې تېل وپېري او ملي ستراتیژیکو زېرمو کې یې وساتي.

تېل

د عکس سرچینه، TASS / GETTY IMAGES

د کورونا وېروس خپرېدو او نړیوال کېدو او د تېلو د تولید پر سر د دوو سترو قدرتونو- سعودي او روسیې- ترمنځ جنګ د دې توکو تقاضا یا غوښتنه له تاریخي کمښت سره مخ ده.

دې دواړو- چې په اوپک پلس مشهور دي- څو ورځې مخکې هوکړه وکړه چې د تیلو نړیوال تولید ورځنۍ کچه لس سلنه کمه کړي، چې دا په خپله د تېلو نړیوال بازار او د اوپک وروستي تاریخ کې تر ټولو ډېر کمول دي.

خو بیا هم کارپوهان وایي، چې د بازار د انډول لپاره د تولید دومره کمول هم بس نه دي.

د انرژۍ بازار یو کارپوه سټېفن اینز وايي: ډېر وخت تېر نه شو او موږ پوه شوو چې د تېلو بازار د ستونزې اوارولو لپاره د اوپک پلس هوکړې هم کومه نتیجه ور نه کړه.

په دا مهال دا اندېښنه هم شته چې امریکا کې د تېلو ساتلو زېرمې ډکېږي او دا موضوع سبب شوې چې د تېلو بیه لا ډېره ور سره ټیټه شي.

د بي بي سي د انرژۍ برخې خبریال انډرو واکر وايي: "د اوپک د غړو او روسیې له خوا د تېلو تولید بې مخینې کمېدو سره بیا هم نړۍ کې د تېلو تولید د اوسني مصرف له کچې ډېر دی. مسله دا هم نه ده چې موږ دا تېل مصرفولی شو که نه، مسله د اضافه تېلو د زېرمه کولو او ساتلو ده، چې د کورونا له قرنطین وروسته بیا د انرژۍ تقاضا ته ځواب ووايي".