'د برتانوي تېل وړونکې بېړۍ د درولو لپاره د سپاه کښتیو ناکامه هڅه'

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي چارواکو ځینو رسنیو ته ویلي، پنځو بېړیو چې اټکل کېده د ایران د سپاه اړوندې دي، د چارشنبې په ورځ فارس خلیج کې برتانوي تېل وړونکې بېړۍ ته نژدې شوې او د ایران اوبو ته د ننوتلو غوښتنه یې ترې کړې.
ددغو رپوټونو پربنسټ، چې لومړی سي اېن اېن خپاره کړل، د برتانیا د یوې جنګي بېړۍ په رادیويي ګواښ سره د سپاه بېړۍ شاته شوې.
د برتانیا دفاع وزارت تر اوسه د دغو رپوټونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د سي اېن اېن د رپوټ له مخې، بریتانیايي تېل وړونکې "هېرېټېج" بېړۍ له فارس خلیجه د وتلو او هرمز تنګي ته د ننوتلو په حال کې وه چې نورې بېړۍ ورنژدې شوې.
دوو امریکايي چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط یاد خبري اژانس ته ویلي، ایراني بېړیو تېل وړونکې بېړۍ ته امر وکړ چې د ایران اوبو کې خپل تګلوری بدل کړي او هلته ودرېږي.
د دوی په وینا، په اسمان کې د امریکا یوې الوتکې دا صحنه ثبت کړې ده.
ددغو رپوټونو پربنسټ، د بریتانیا "اېچ اېم اېس مونټروز" سمندري ځواکونو یوه اړونده بېړۍ چې د تېل وړونکې الوتکې تر شا یې امنیت ساته، خپلې وسلې د ایران سپاه بېړیو پر لور برابرې کړې او هغوی ته یې امر وکړ چې لیرې شي، همدا وو چې ترې لیرې شوې.
مخکې بریتانیاي چارواکو منلې وه چې مونټروز بېړۍ د سیمې په اوبو کې د "امنیتي رول" لوبولو لپاره هلته وه.
د برتانیا دفاع وزارت ویلي، ایران په ښکاره د برتانیايي لېږد رالېږد ګواښي چې له همدې کبله فارس خلیج کې د برتانیايي ځواکونو خوځښتونه څاري.
وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې ورځې په ناسته کې د برتانیا حکومت ته په وینا کې ویلي وو، په جبل الطارق کې د یوې ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ درول "ماشومانه عمل او تېروتنه" ده، چې په وینا یې دا ګام د برتانیا په زیان تمامېږي.
ده وویل "انګریزانو ته غوږتاوی ورکوم چې تاسو د ناامنیو پیلوونکي یاست چې وروسته به یې پایله ووینئ."

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي روحاني ویلي وو "انګریزان د اسپانیا اوبو کې په داسې حال په ناروا ډول بېړۍ دروي چې دوی په جبل الطارق او سیمه کې اشغالګر دي".
برتانوي سمندري ځواکونو د تېرې اونۍ چارشنبې په ورځ دغه تېل وړونکې بېړۍ د جبل الطارق په اوبو کې درولې و.
په جبل الطارق کې سیمه ییز حکومت ویلي، ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ یې د ثبوتونو له کبله درولې، چې ښيي د سوریې بانیاس تېل چڼځي ته یې تېل لېږدول او دا کار د اروپا په بندیزونو کې و.
جبل الطارق د اسپانیا سوېل کې یو کوچنی ټاپو دی، چې یوه برخه یې د برتانیا په قلمرو کې راځي. د جبل الطارق سیمه ییزه اداره په خپلو کورنیو چارو کې خپلواکه ده، خو د بهرني او دفاعي سیاست مسؤولیت یې د برتانیا د دولت په لاس کې دی.









