تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی حال
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هرات او کندهار ولایتونو کې پنځه روغتیاپال په کورونا وېروس اخته شوي چې په دې سره په هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی، چې ۵۲ یې له ایرانه راستانه شوي او یا له ایرانه له راستنو شویو سره یې اړیکه لرلې ده.
په افغانستان کې په کورونا د مشکوکو کسانو شمېر تر اتو سوو اوښتی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان نن پنجشنبه وری اوومه/مارچ ۲۶ خبریالانو ته وویل، په کورونا له اخته کسانو ۲۸ یې هغه خلک دي چې ایران ته یې د سفر مخینه نه درلوده.
په ایران کې د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته له دې هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بې سابقې چټکه شوه، چې په تېر کې هره ورځ تر پنځلسو زرو کسانو راستانه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، تر اوسه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د کورونا مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
دی وايي، ښايي د کوروا د اصلي پېښو شمېر تر هغه ډېر وي چې اوس اعلان شوی دی. ده له هېوادوالو وغوښتل، هغه کسان چې د ددې ناروغۍ نښې لري باید ژر تر ژره د طبي ازموینو لپاره روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د کورونا د مخنیوي لپاره په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې د ورځې ګرځبندیز لګېدلی دی.
ایران
په ایران کې د کورونا وېروس د مخنیوي ملي ادارې د دغه وېروس د مخنیوي پخاطر د ایران ښارونو ته د نااستوګنو کسانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذو الفقاري ویلي، هغه ایرانیان چې په سفر کې دي باید خپلو استوګنځیو ته راستانه شوي او څوک چې د سفر پلان لري، باید لغوه یې کړي.
بل خوا، د ایران ولسمشر حسن روحاني د روغتیايي خدمتونو او د بې کارۍ د کچې کمولو لپاره د یو میلیارد ډالرو احتمالي بودیجې اعلان کړی دی.
امریکا
په امریکا کې په کورونا وېروس د مړو شویو کسانو شمېر تر زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې تر ۶۹ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي دي.
په امریکا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس نوې لس زره پېښې ثبت شوې چې په دې هېواد کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۹ زرو اوښتی او د مړو شویو شمېر هم تر زرو ډېر شوی دی.
په امریکا کې له نیمايي زیاتې پېښې په نیویارک کې ثبت شوي چې د دې پېښې له امله ۳۰۸۰۰ ناروغان لري.
په همدې حال د امریکا د مشرانو جرګې د (کوویډ-۱۹) د خپراوي د مخنیوي په پار دوه ټریلیونه ډالره مرسته تصویب کړه.
په نړۍ کې د کورنا وېروس له امله څلورنیم لکه کسان اغېزمن شوي چې په دې کې ۲۱ زره یې مړه شوي.
په اسپانیا کې د مړینې کچه له چین څخه هم پورته تللې، په دې هېواد کې پرون د چارشنبې ورځ بیا خونړۍ وه او کابو ۷۳۸ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شول.
په ټوله اسپانیا کې تر دې دمه ۳۴۳۴ کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي.
برتانیا
د بریتانیا شاهي کورنۍ هم اعلان کړی دی چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی دی.
هاخوا د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د کورونا وېروس له کبله په اساسي قانون کې بدلون په تړاو ټولپوښتنه ځنډولې ده.
جرمني
د نړيوالو شمېرو له مخې تازه په تازه په جرمني کې د کورونا وېروس له ۵۰ زیات کسان مړه کړي چې په دې سره په دې هېواد کې د مړو شمېر ۱۹۸ ته ورسېد او ۳۶۵۰۸ کسان پرې اخته دي.
په اروپايي هېوادونو کې کابو پنځه زره نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر له ۳۶ زرو اوښتی دی.
افغانستان
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم پرون چارشنبې وویل چې په هرات کې د کورونا وېروس څلور تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۴ تنو ته رسېدلی دی.
پاکستان
په پاکستان کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي. د حکومت د وروستیو شمېرو له خې په دې هېواد کې ۱۰۶۳ کسان کورونا وېروس لري او تردې دمه ۸ کسان ترې مړه شوي دي.