تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی
د بریتانیا شاهي کورنۍ اعلان کړی دی چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی، خو زیاتوي چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی. د شاهي کورنۍ یوه ویاند ویلي چې ۷۱ کلن شهزاده د کورونا وېروس نښې ښودلي، خو د مېرمنې د ازموینو پایله یې منفي وه او هغه روغه ده.
دوی دواړو د اوس لپاره د سکاټلنډ په بالمورال ماڼۍ کې ځانونه له نورو خلکو ګوښه کړي دي.
د بکنګهم شاهي ماڼۍ ویلي، ملکې الېزابت تېر ځل د مارچ پر ۱۲مه نېټه له خپل زوی شهزاده چارلس سره لیدلي وو، خو د ملکې روغتیایي وضعیت ښه دی.
شاهي ماڼۍ وایي، ملکه الېزابت د خپلې روغتیا له لپاره ټولې اړینې سپارښتنې پر ځای کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، شهزاده چارلس په تېرو اوونیو کې په ګڼو غونډو کې ګډون کړی و او دا مالومول ناشونې ده چې له چا یې کورونا وېروس اخیستی.
د شهزاده چارلس د وضعیت په اړه هغو ټولو کسانو ته خبر ورکړل شوی دی چې ده ورسره په دې وروستیو کې لیدلي کتلي وو.
ویل کېږي چې د بالمورال ماڼۍ عمله یا کارکوونکي هم اوس په خپلو کورونو کې ناست دي او ځانونه یې ګوښه کړي.
شهزاده چارلس له خپلې مور ملکې الېزابت او خپلو زامنو شهزاده ویلیم او شهزاده چارلس سره غږېدلی، او د خپل روغتیایي وضعیت په اړه ډاډه دی.
د بریتانیا د حکومت د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې څه باندې ۸ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي، خو وېره دا ده چې اصلي شمېر به تر دې خورا ډېر وي.
تر دې دمه په ټوله بریتانیا کې ۴۲۲ کسان د کورونا وېروس له کبله وژل شوي دي.