سعودي کې ۲۹۸ چارواکي د فساد په تور نیول شوي

د عکس سرچینه، AFP
سعودي عرب اعلان کړی چې د پوځ او پولیسو افسرانو او قاضیانو په ګډون یې ۲۹۸ تنه حکومتي چارواکي د رشوت، د عامه شتمنۍ د له منځه وړلو او له واکه د ناوړه ګټې اخستنې په تور نیولي او ژر به رسما تورونه پرې پورې شي.
د سعودي د اداري فساد سره د مبارزې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا نږدې درې سوه کسان د رشوت، اختلاس او له واکه د ناوړه ګټې اخستنې په تور نیول شوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې نیول شويو کسانو له دې لارو ۱۰۱ ملیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
دې ادارې ویلي، په پیل کې له ۸۹۳ کسانو څېړنې وشوې خو له دې ډلې یوازې ۲۹۸ کسان ونیول شول چې د مالي او اداري فساد تورونه به رسماً پرې ولګېږي.
د سعودي خبري اژانس د رپوټ له مخې دا کسان به ځانګړې جزایي محکمې ته وړاندې کړل شي.
له دې اعلانه څو ورځې وړاندې سعودي چارواکو د پاچا سلمان بن عبدالعزیز کشر ورو احمد بن عبد العزیز، پخوانی ولیعهد محمد بن نایف او د هغه زوی شهزاده نواف بن نایف نیولي وو.
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې له دې ډلې ځینې کسان وروسته خوشې شول.
د سعودي شاهي کورنۍ ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې شهزاده احمد بن عبد العزیز په ځینو غونډو کې د فلسطین قضیې په اړه د ولیعهد محمد بن سلمان د دریځ په اړه شک څرګند کړی و.
شهزاده احمد په ۲۰۱۸ کال کې له هېواده بهر د دوه نیمو میاشتو له تېرولو وروسته سعودي ته په ستنېدو سره لیده کاته کم کړي وو. دې شهزاده په لندن کې د ده د کور مخې ته د هغو لاریون کوونکو په ځواب کې پر سعودي مشرتابه نیوکې کړې وې چې د آل سعود کورنۍ د واک ختمولو نارې یې وهلې.

د عکس سرچینه، FAYES NURELDINE
سرچینې وايي د واکمنې کورنۍ یو شمېر غړي غواړي د سعودي پاچا د زوی محمد بن سلمان، چې په اصل کې د هېواد د چارو ټول واک ورسره دی، له صحنې ګوښه کړي او پرېنږدي چې پاچا شي.
دا کسان شهزاده احمد په راتلونکي کې د مشرتابه لپاره وړ کس بولي چې ښايي د شاهي کورنۍ غړي، امنیتي ځواکونه او لوېدیځ هېوادونه یې ملاتړ وکړي.
په ځینو رپوټونو کې د شاهي کورنۍ د دې غړو نیونه د ۸۴ کلن پاچا سلمان بن عبد العزیز روغتیايي وضعیت پورې تړل شوې. خو سرچینې وايي چې د هغه روغتیايي حالت سم دی.









