محمد بن سلمان: علي خامنه ای منځني ختیځ کې نوی هېتلر دی

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي ولیعهد د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای په منځني ختیځ کې نوی هېتلر بللی. ایران ویلي، سعودي عربستان او ملګري عرب هېوادونه یې په سیمه کې د ایراني نفوذ مخنیوي لپاره داسې هڅې کوي، لکه د ټرمپ ملاتړ چې ورسره وي.
ایران د سعودي ولیهد شاهزاده هغه څرګندونې، چې د ایران مذهبي مشر یې د منځني ختیځ هیټلر بللی و 'ماشومانه ' بللې دي. د دغو دوو سیالیو هېوادونو تر منځ د لفظي شخړې اوږدو کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، شاهزاده محمد بن سلمان باید د سیمه ییزو دکتاتورانو پر 'برخلیک غور ' وکړي.
شهزاده محمد بن سلمان چې عملاً د سعودي عربستان واکمن بلل کېږي پر ایراني مشرتابه سخت لفظي برید کړی و. نوموړي نیویارک ټایمز سره مرکه کې ویلي و باید دا د نفوذ خپرولو ته پرې نه ښودل شي.
شاهزاده محمد بن سلمان ویلي:
''موږ له اروپایانو زده کړي، چې د غوړه مالۍ پالیسې بې ګټې ده، موږ نه غواړو د ایران هیټلر منځني ختیځ کې هغسې چارې تکرار کړي، چې هیټلر اروپا کې وکړې. ''
سعودي عربستان چې اکثریت یې سنیان دي او ایران چې اکثریت په کې د شیعه ګانو دی یو ډول د سړې جګړې حالت کې دي او یو شمېر هېوادونو کې د خپلو پلوي تنظیمونو له لارې له یوه بل سره لاس او ګرېوان دي.
تهران د شاهزاده محمد څرګندونو ته سخت غبرګون ښوولی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیمه دولتي خبري اژانس اسنا په رپوټ کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له قوله 'جنجالي ' ولیهد شاهزاده پر 'ماشومانه، بې توجهې او بې بنسټه رویې ' او څرګندونو تورن شوی دی:
''زه په ټینګار سره مشوره ورکوم، چې د دا وروستیو کلونو هغو سیمه ییزو دکتاتورانو پر انجام او برخلیک غور وکړي، چې دی یې اوس پالیسۍ خپلوي او پر پله یې روان دی. ''
۱۹۷۹ کال کې چې د ایران مذهبي حکومت واک تر لاسه کړ، دغه رقابت نور هم ډېر شو.
محمد بن سلمان وايي سعودي عربستان او ملګري عرب هېوادونه یې په سیمه کې د ایراني نفوذ مخنیوي لپاره داسې هڅې کوي، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډټرمپ ملاتړ ورسره وي.
خپل هېواد کې د فساد مخنیوي په اړه نوموړي ویلي:
''له ۱۹۸۰ راهیسې زموږ هېواد د فساد له کبله ډېر زیانونه ګاللي دي. زموږ ماهرین اټکل کوي، چې د حکومتي لګښتونو لس سلنه برخه هر کال د فساد خوراک کېږي. ''
نوموړي وویل:
''پلار مې (پاچا سلمان) ولیدل چې د فساد له دغې کچې سره د جي ۲۰ هېوادونو سره یو ځای پاتې کېدل ناشوني دي. ''

د عکس سرچینه، QUDSONLINE
د سعودي ولیهد په خبره دولتي ادارو دوه کاله معلومات کول او وروسته د نژدې ۲۰۰ کسانو نومونه مخې ته راغلل، چې اوس ورنه پوښتنې ګروېږنې کېږي. محمد بن سلمان وايي، هیله من دي، چې دې سره به ۱۰۰ میلیارده ډالر بېرته ترلاسه شي.








