پوتین د اساسي قانون تعدیل او تر ۲۰۳۶ کاله واک کې پاتېدل غواړي

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۶۷ کلن پوتین په جنورۍ کې د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه هم کړې وه، خو تر روانې اونۍ پاتې شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسي قانون د تعدیل هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې نوموړی د د دوو نورو پړاوونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدای شي.

کرملین پر خپله وېبپاڼه د اساسي قانون د تعدیل ۶۸ مخیز متن خپور کړی دی.

د اساسي قانون د تعدیل دا وړاندیز سترې محکمې ته استول شوی چې وروسته ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

د روسیې د اساسي قانون اړوندې محکمې ویاندې فرانس پرېس خبري اژانس ته د شنبې په ورځ وویل، د محکمې د قاضیانو پلاوي عملاً د تعدیلاتو راوستلو ته چمتووالی ښودلی دی.

خو تر اوسه یې د خپلې پرېکړې د اعلان وخت نه دی ټاکلی.

کرملین د اساسي قانون د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې وخت د راتلونکې اپرېل میاشتې ۲۲ نېټه ټاکلې ده.

د روسیې د مشرانو جرګې مشرې والنټینا ماتووییکنو د شنبې په ورځ وویل، د تعدیل په تړاو رایه اچونه "باید د کورونا وېروس پر اندېښنې سربېره ترسره شي."

په وروستیو اونیو کې ځینو داسې انګېرلې وه چې ګنې کرملین به دا رایه اچونه پر انټرنېټ ترسره کړي، خو ګڼو یې مخالفت وکړ،‌ چې دا د رایو اچولو پایله کې درغلیو ته لار اواروي.

"دوما" به د روسیې اتحادي شورا "د پارلمان لوړې خونې" او سیمه ییزو پارلمانونو ته د قانوني مصوبې له لېږېدا مخکې پر مسوده غور کوي.

۶۷ کلن پوتین په جنورۍ کې د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه هم کړې وه، خو تر روانې اونۍ پاتې شوه.

دده ویاند ویلي وو، په نړۍ کې د بې ثباتۍ له کبله یې دا وړاندیز ځنډولی دی.

د اساسي قانون تعدیل کې دا هم راغلي چې د واک انډول باید تغییر شي، د دولتي شورا د سلامشورې پلاوي رول باید ډېر او پارلمان او ولسمشر ته لا ډېر واک ورکړل شي.