پوتین امریکایۍ-اسراییلۍ بندۍ ښځه وبښله

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه امریکایۍ-اسراییلۍ ښځه وبښله چې تېر کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور بندي شوې وه.
۲۶ کلنه نعمه یساکر د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې مسکو کې وروسته تر هغه ونیول شوه چې څه باندې نهه ګرامه چرس یې په بکس کې وموندل شول.
نوموړې وروسته په څه باندې اوو کلونو بند محکومه شوه.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خپل روسي "ملګري" ولادیمیر پوتین د اغلې یساکر د بښلو مننه وکړه.
د اسراییلو ولسمشر ریوین ریولین هم د روسیې د ولسمشر پر دغه ګام خوښي ښودلې او د هغه دا عمل یې "له مهربانۍ ډک" بللی دی.
اسراییلي رسنیو ویلي، اسراییلي حکومت چمتو و چې د یساکر تر خوشې کېدو مخکې په قدس کې د روسي ارتودوکس کلیسا اړوند هغه سمبولیکه ودانۍ د ښه نیت د ګام اخیستو په توګه روسیې ته وسپاري.
دا ودانۍ په زاړه قدس ښار کې د سپېڅلي قبر کلیسا ته څېرمه پرته ده، چې له لسیزو راهیسې یې پر ملکیت لانجې دي، خو اسراییلي محکمې یې په وروستیو کې روسیې ته د ملکیت په پلوۍ پرېکړه وکړه.
نعمه یساکر هند ته د ستنېدا په حال کې وه چې ونیول شوه.
د نوموړې نیونې په اسراییلو کې تاوده بحثونه راوپارول، مسکو کې هم سیمه ییزو رسنیو د هغې نیونه پر اسراییلو د فشار راوستل وبلل چې تل ابیب د نیول شوي روسي هکر خوشي کولو ګام واخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا او روسیې د دواړو نیول شویو کسانو د خوشي کېدو غوښتنې کړې وې.
هکر الکسي برکوف په تېره نومبر میاشت کې امریکا ته سپارل شوی و.









