پوتین غواړي "پر خدای ایمان" د اساسي قانون برخه وګرځي

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نوي وړاندیز له مخې د روسیې هر وګړی باید بر خدای د ایمان اعتراف وکړي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دې هېواد په اساسي قانون کې د یو شمېر بدلونونو وړاندیز کړی دی. په دې لېست کې یو وړاندیز دا هم دی چې د روسیې وګړي به د اساسي قانون له مخې اړ وي چې پر خدای د ایمان لرلو اعتراف یا اعلان وکړي.

یو بل وړاندیز د همجنسه وګړو خپلو منځو کې د واده په اړه دی. د دې وړاندیز له مخې به له نارینه سره د نارینه، او همدا راز له ښځې سره د ښځې واده په اساسي قانون کې منع وبلل شي.

خو مخالفینو وایي، ولسمشر پوتین غواړي په دې ګامونو سره د خپلې ولسمشرۍ مودې له ختمېدو وروسته هم واکمن پاتې شي.

په یوه بل وړاندیز کې راغلي چې "د روسیې خاوره" به بهرنیانو ته نه پرېښودل کېږي. که دا وړاندیز ومنل شي نو د کریمیا په څېر سیمو باندې به د روسیې دعوه او ولکه نوره هم ټینګه شي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په پوځي ځواک د کریمیا سیمه له ختیځ اوکراین نه بېله کړې وه.

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه کې د همجنسو ترمنځ د واده اجازه نشته، خو اوس به دا په اساسي قانون کې هم منع شي

یو بل وړاندیز وایي چې د روسیې دفاع لپاره د تېرو نسلونو قربانۍ باید د یو "تاریخي حقیقت" په توګه خوندي شي.

ولسمشر پوتین استدلال کوي چې بهرنیان غواړي په دویمه نړیواله جګړه، او د نازي جرمني په ماتولو کې د روسیې پر ونډه او قربانۍ سترګې پټې کړي. ویل کېږي چې د نازیانو پر ضد دې جګړه کې شاوخوا ۲۷ میلیونه روسي وګړي ووژل شول.

دا د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیر پوتین څلورمه دوره ده، او دی له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د روسیې یوه مهمه سیاسي څېره ده.

د ده په واکمنۍ کې د شوروي اتحاد د وختونو سمبولونه، دودیز ارزښتونه او د روسۍ کلیسا اغېز بېرته را ژوندي شوي.