کورونا؛ امریکا کې لومړنۍ مړینه، واشنګټن کې بېړنی حالت

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله د یوه تر مړه کېدا وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د نورو پېښو 'شونتیا' شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي.
دا لومړنی کس د امریکا واشنګټن ایالت په شمال لویدیځ کې مړ شوی.
چارواکو ویلي، مړ شوي کس تر پنځوسو کلونو ډېر عمر درلود او له روغتیايي ستونزو کړېده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "ښايي" د کورونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو وايي امریکا هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه په کورونا (کووید -۱۹) وېروس د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې تر ۸۵ زرو ډېر کسان اخته شوي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ یې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
په دې وېروس د اخته کسانو او مړینې ډېرې پېښې په چین کې دي، چې د تېر ۲۰۱۹ کال وروستیو کې دا وېروس پکې پیدا شو.
امریکا کې څه تېرېږي؟
د شنبې په ورځ د امریکا سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، په کورونا وېروس اخته کس د واشنګټن ایالت په کینګ سیمه کې مړ شوی او دغه کس هېڅ هغو سیمو ته سفر نه و کړی چې د کورونا وېروس د خطر کچه پکې لوړه ده.
وړاندې د ټرمپ هغو څرګندونو اندېښنې راپارولې دي، چې یاد ناروغ یې یوه "ښکلې ښځه" بللې وه.
د واشنګڼ والي جې انسلي په دې ایالت کې د نویو پېښو په غبرګون کې بېړنی حالت اعلان کړی.
امریکا ته پرسفر محدودیتونه
مخکې تر دې د امریکا دولت اعلان کړی و چې ۱۴ورځې دمخه ایران ته تللی هيڅ کس بېرته امریکا ته سفر نه شي کولی.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس دا خبره په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وکړه. ده له ډونلډ ټرمپ او نورو دولتي چارواکو سره په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د خپرواي په اړه وروستي جزئیات شریکول.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي پېنس وویل، پر ایراني مسافرانو بندیزونو کې ټول هغه بهرني وګړي هم شامل دي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې دغه هېواد ته سفر کړی وي.
همدارنګه ښاغلي پېنس خلک وهڅول چې د ایټالیا ځینو سیمو او سویلي کوریا ته- چې د کورونا ویروس په کې زیات خپور شوی- له سفره ډډه وکړي.
دا بندیزونه وروسته له هغه اعلانېږي چې د امریکا په واشنګټن کې د کورونا کوویډ-۱۹ له امله د مړینې لومړنۍ پېښه تایید شوه.
چارواکو د امریکا په لویدیځ کې هم د کورونا د نوي ویروس د درېیو پېښو راپور ورکړی، خو معلومه نه ده څنګه پرې اخته شوي دي. دې مسلې په کوردننه د دغه ويروس د خپراوي اندېښنې زیاتې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه په ویروس اخته کسان په واشنګټن، اورګان او کالیفورنیا کې ژوند کوي. له دوی يې يو هم هغو هېوادونو ته نه دي تللي چې د کورونا ویروس پېښې پکې ډېرې دي.
د کالیفورنیا په سانتا ښار کې لومړی ځل پر دې ویروس اخته شوی کس یوه ۶۵ کلنه مېرمن وه، بل د اورګن ایالت په کلاکاماس ښار کې د یوه ښوونځي کارکونکی و چې ښايي د ښوونځي زدکوونکو او کارکونکو ته هم ترې دغه ويروس ورغلی وي. دغه ښوونځی اوس تړل شوی دی.
چارواکو خبر ورکړی چې د واشنګټن ایالت په اسنوهومیش ښار کې یو محصل هم پر کرونا وېروس اخته شوی دی.
د روغتیا نړيوال سازمان د راپور له مخې په امریکا کې ۵۹ تنه په دې وېروس اخته شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایران د شنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه ) د کورونا ویروس د خپرېدو د کنټرول لپاره د امریکا د مرستو وړاندیز ته سوړ غبرګون وښود.
بي بي سي ته د ایران د روغتیا وزارت ځینو سرچینو ویلي، د پنجشنبې ورځ (د کب اتمه) تر ماښامه د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د کورونا ویروس له امله ۲۱۰ تنه مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور دا خبر دروغ بللی او وايي چې د دې وېروس له کبله ۳۴ تنه مړه شوي دي.
بي بي سي ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې تهران د کوویډ-۱۹ وېروس له امله ډېری قربانیان لري چې له ۱۰۰ زیات کسان یې مړه کړي دي.
له دې وروسته بیا د دې هېواد بل ښار قم دی چې ۸۰ تنه پکې مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د دې وېروس له امله په دغه هېواد کې ۳۴تنه مړه شوي دي. پر دې شمېرو ځینو حکومتي چارواکو هم شک ښودلی. څو ورځې دمخه د قم استازي ویلي وو چې په دې ولایت کې ۵۰ تنه مړه شوي خو د روغتیا وزارت بیا دا خبر رد کړ.

د عکس سرچینه، IS PROPAGANDA
داعش په ایران کې د کورونا ویروس له خپریدو هرکلی کړی
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ایران په شیعه میشته ښارونو کې د کورونا ویروس پر خپراوي خوښي ښودلې او پر وړاندې یې د ایراني چارواکو پر مبارزې ملنډې وهلې دي.
د داعش دا غبرګون د دوی په رسمي اونیزه 'النبا' کې د فبروري په ۲۷مه خپور شوی. د داعش په دې مقاله کې د شیعه مسلمانانو سپیڅلي ښار باندې ملنډې وهل شوي چې موخه یې قم ښار دی. دا ښار د کرونا ویروس مرکز هم دی.
د بي بي سي مونیټورینګ د راپور له مخې په دې مقاله کې د کورونا ویروس یوه 'وژونکې ناروغي' یاده شوې چې په ځانګړي ډول یې ایران نه دی یاد کړی خو داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د ویروس د خپراوي په اړه غږیږي.
د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې ۳۸۸ تنه پر کورونا ویروس اخته شوي دي.










